Dec 25, 2019 14:32 Asia/Kabul
  • د نیجریه حکومت کرغیړن کړچار او د شیخ ابراهیم الزکزکي د بند دوام

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د تیر میلادي کال د بدلونونو او پیښو نومې د لړۍ له اوسني مطلب سره چې په نیجریه کې د اسلامی غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم الزکزکي او دهغه د ماندنې د غیر قانوني بند د دوام او د نیجریه د حکومت او پوځي چارواکو د کارړنګونو او همداراز د نیجریه د نورو سیاسی او ا منیتی بدلونونو په باب په باب دی،ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ

          دوستانو په تیرکال کې د نیجریه حکومت هماغه راز د اسلامی غورځڼګ د مشر شیخ ابراهیم الزکزاکي او د هغه د ماندنې د خوشی کیدا او حتی د درملنې په زمینې کې د نیجریه د حکومت له بیلابیلو ژمنوسره سره،هغه  هماغه راز ددغه هیواد د امنیتي ځواک په بند دی .شیخ  ابراهیم زکزکي  د ۲۰۱۵ ددسمبر په د یارلسمه نیټه  ددغه هیواد په کادونا ایالت کې  د زاریا ښار په امامباړې د نیجریه د پوځيانو په  وحشي ډوله حملې کې چې په سلګونو مظلوم  مسلمانان پکې شهیدان او ټپیان شوي وو،سره د خپلې ماندنې په زخمي حالت کې نیول شوی او تر دې دمه له کومې درملنې پرته  د نیجریه د امنیتی ځواک  په بند کې  په بوږنونکي ډ ول شپې سبا کوي .د شیخ زکزاکي   او د هغه د ما ندنې زنداني کیدا  په داسې حال کې ده چې د دوي د بندي کیدا له یوه کال وروسته د نیجریه سترې محکمې د شیخ الزکزاکي او د هغه دماندنې د خوشي کیدا حکم صادر کړ.له دې سره سره،د نیجریه پوځ او امنیتی ځواک ددغه حکم او فیصلې له اجرا کولو په ډډه کولو سره شیخ ابراهیم الزکزاکي  هماغه راز په بند کې ساتلی دی .

             د شیخ الزکزاکي د بند دوام لامل شوی،څو دنیجریه مسلمانان د په بیلابیلومناسبتونو کې په اعتراضیه مظاهرو او غونډو په جوړولوسره، ددغه هیواد د اسلامی غورځنګ د رهبر دخوشي کیدا غوښتونکي شوي،خو د نیجریه حکومت له اعتراض کونکو سره په تاؤتریخجن چلند سره او دغه راز د اعتراضیه غونډو په ممنوعیت کې د ځینو قوانینو په وضع کولو سره،د نیجریه د مسلمانانو پر ټولنې  ددباؤ اندازه ډيره زیاته کړې ده،په دې توګه چې د ډيری شناندو اوکارپيژاندو له نظره،د شیخ الزکزاکي نیول کیدا ددغه هیواد پر مسلمانانو د لازیات دباؤ داعمالولو لپاره  زمینه برابره کړې ده .په تیرو څو میاشتو کې د نیجریه د مسلمانانو  اعتراضیه غونډې او مظاهرې د نیجریه د امنیتی ځواک له تاؤتریخجن چلند سره ترینګلي شوي دي او په دغو اخ و ډب کې زیات شمیر مسلمانانو ته مرګ ژوبلې اوښتي او دغه راز په سلګونونیول شوي هم دي .

Image Caption

 

                دوستانو د شیخ ابراهیم الزکزاکي لور میرمن  سیهلا الزکزاکي  په دې باب  وئيلي دي،شیخ الزکزاکي او دهغه ماندنه میرمن مالیما زینب او نور په سلګونو بې ګناه کسان په ناعادلانه  ډول نیول شوي  او د نیجریه حکومت  د هغوي د خوشي کیدا لپاره د قانوني ا قداماتو لاره تړلې ده،په دې توګه چې د شیخ الزکزاکي د پلویانو په سوله ایزو غونډو او مظاهرو کې د سلګونو کسانو وینه توي شوي او حتی  وخت په  وخت د خلکو  په وینو کې د لیت پیت کولو لپاره  ئې ځیني تالی څټي   ډلې هم  ګمارلي دي .

 د شیخ زکزاکي په خوشي کیدا کې د نیجریه د قضائي چارواکو لټيد نیجریه د اسلامی غورځنګ د رهبرد ناروغۍ د ډيرې زیاتیدا او خطرناک کیدا لامل شوي دي.همداراز ځيني خبرونه په زندان کې  شیخ زکزاکي   ته د زهر ورکولو خبرونه هم خپرۀ شوي دي .

         د نیجریه د اسلامی غورځنګ غړي ابراهیم  سلیمان په دې زمینې کې دې ته په اشارې سره چې حکومتي ځواک شیخ ابراهیم الزاکزکي په زندان کې مسموم کړی دی،وئيلي د نیجریه حکومت  د شیخ زکزکي د ترور لپاره هڅه کوي .

د شیخ الزکزاکی د ناروغۍ له خطرناک کیدا سره سره،د نیجریه حکومت  د هغه د خوشي کیدا او درملنې لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی .دغې موضوع د نیجریه دمسلمانانو غوسه  راپارولې ده .البته د شیخ زکزاکي د شرائطو په وړاندې چې د بشری حقوقو ښکاره خلاف ورزي ده،نړیوالو ټولنو بې پروائي او چپتیا غوره کړې،چې دا د منلو وړ نه ده .په دې لړ کې د پوهنتونونو ۵۲مشهورو استاذانو او غوره مدني فعالانو د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوترش ته  په یوه پرانیستي لیک کې د شیخ زکزکي د سملاسي درملنې د مخنیوي او د هغه د نیول کیدا د  وخت  ا وږدیدا او بې دلیله دوام  د نیجریه د حکومت په لمن د بې ننګۍ ستر داغ بللی او د نیجریه د اسلامی غورځنګ د رهبرشیخ ابراهیم ا لزکزاکي او دهغه د ماندنې میرمن ما لیما نزینب  له درملنې سره د مرستې لپاره ئې د ملګروملتو دسرمنشي دسملاسي ا قدام  غوښتنه کړې ده .

Image Caption

 

                 د نیجریه د اسلامی غورځنګ د رهبر شیخ ابراهیم الزاکزکي د ناروغۍ د سختیدا له اعلانه کابو د یوې میاشتې له تیریدا او دغه راز د هغه د خوشي کیدا لپاره د ددغه هیواد مسلمانانو د په هڅو پسې،بلاخره د کادونا  ایالت لوړې محکمې شیخ الزکزاکي ته  اجازت ورکړی،څو د درملنې لپاره له هیواده بهر سفر وکړي .که څه هم  ددغې فیصلې صادریدا د مسلمانانو دخوشالۍ لامل شوي ، خو ډ يری ددغې فیصلې  د عملی کیدا په څرنګوالي اندیښمن وو،ځکه  دنیجریه حکومت  او ددغه هیواد امنیتی او استخباراتي ادارې د امریکا،اسرائیلو او عربستان په دباؤنو اونفوذ سره،دخپلو سلطه غواړو سپیرو موخو ته د رسیدو په خاطر،په دغه هیواد کې د مسلمانانو  د فعالیتونو او آزادۍ مخالف او پر دوي په تیره بیاددغه هیواد د اسلامی غورځنګ پر رهبر  شیخ الزکزاکي  ددباؤ  د زیاتولو  هڅه کوي .

په نیجریه کې د بایرو پوهنتون د تاریخ استاد یحیی ناهیروها په دې باب وئيلي دي،عربستان،صهیونیستي رژيم او دنیجریه حکومت سره ملګرتیا کوي .پیسې او آئيډیالوجي د سعودي عربستان  په غاړه  دي او اسرائيل هم د دغه هیواد شیعیانو د وژلو او د هغوي د شتمنیو د چورتالان سټراتژي جوړوي .دا موضوع  ښکاره ده چې په نیجریه کې صهیونیسټان او وهابیان  پخپلو کې سره  په نیجریه کې د مسلمانانو په ضد  دسیسې جوړوي او  په دې  کې هیڅ شک نشته .

            بلاخره  شیخ ابراهیم الزکزاکي او دهغه ماندنه  د نیجریه د امنیتی مامورانو سره یو ځاي،ددرملنې لپاره هندوستان ته ولیږدول شول،خو د نوي ډیلي هوائي ډګر ته ددوي په رسیدوسره ،هندي چارواکویوه روغتون ته  د شیخ الزکزاکي د منتقلولو او د هغو ډاکټرانو په لاس د هغه د درملنې له غوښتنې سره چې پخپله ئې ټاکلي وو،مخالفت وکړ او شیخ زکزاکي او دهغه خپلوان عملا له هغه طبی ټيم سره  مخامخ شول چې  دوي نه پيژندل . 

Image Caption

 

  د نیجریه اسلامی غورځنګ په دې باب ایشوا کړې ده،د نیجریه  دحکومت ځيني مسئولان د هندي پولیسو په ملګرتیا سره،د شیخ زکزاکي  په درملنې کې د خنډ اچونې او دسیسه جوړونې لپاره  هڅه کوي .په هندوستان کې په یوه روغتون کې  د شیخ زکزاکي د بستري کیدا له یوې اونۍ تیریدا سره  دهغه لپاره  په عملی توګه هیڅ ډول درملنه پیل  نه شوه او شیخ زکزاکي کوټه  د نیجریه دامنیتی ځواک  دمامورانو تر څارنې لاندې وه .

د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر  په یوه ویډیوئي پیغام کې په روښانه ډول اعلان وکړ،دنیجریه حکومت  هندي حکومت ته د هغه د سلامتیا په باب ناسم اطلاعات ورکړي دي او د درمنلې په بهیر کې ئې خنډونه جوړ کړي دي .

    د هندوستان  په دغه روغتون کې د امکاناتو نه شتون،د درملنې د شرایطو نامناسب والی،باؤري ډاکټرانو ته نه لاس رسی،په روغتون کې بندي کیدا او د نیجریه د اسلامی غورځنګ د مشرد ویستلو په باب له هندی حکومته د نیجریه دحکومت  غوښتنه لامل شوه څو یوه  اونۍ وروسته،شیخ الزکزاکي د هندوستان له پلازمینې  ډيلی له کومې درملنې پرته د نیجریه  د پلازمینې  ابوجا په لور  روان شي .

  په لندن کې د اسلامی بشری حقوقو  دمرکز مسئولمسعود شجره په دې باب وئيلی دي،د نیجریه حکومت هڅه کوي په هرې رودې سره چې وي،شیخ ابراهیم الزکزاکي قتل کړي او د هغه غورځنګ له مینځه یوسي څو افریقا ته  د لویدیځ د امپرالزم  د سلطې دبیرته  ستنیدا لپاره زمینه هواره شي .

Image Caption

 

  د نیجریه ا منیتي مامورانو له هندوستانه بیرته ستنیدا وروسته شیخ ابراهیم زکزاکي او دهغه ماندنه یوه نامعلوم ځاي ته منتقل کړل او وروسته ووئيل شول چې شیخ زکزاکي د نیجریه د کادونا ایالت مرکزي بند ته منتقل  کړائ شوی دی .دغه زندان د بندیانو دسلامتیالپاره د ا ړتیا سټنډرډونو تر ټولو کم  امکانات هم نه لري  او د افریقا یوتر ټولو خطرناک بند شمیرل کیږي .

  د نیجریه سیاسی او ټولنیزو بدلونو ته کتنه ښئ،ددغوسیاستونود اعمالیدا ریښه،د نیجریه په حکومت کې د امریکا،سعودي عربستان او صهیونیسټ رژيم نفوذدی .د سیمې په سیاستونو کې د سعودي عربستان او صهیونیسټي رژيم د سیاستونو په ناکامیو پسې په وروستیو کلونو کې  د دغو رژيمونو  دکړچار بدلیدا او سیاسی شرائط لامل شوي دي څو  دریاض او تل ابیب د رژيمونو  په خوښې وړ افریقائي هیوادونو کې  نفوذ و کړي  او  په دې  لړ کې نیجریه د افریقاد یوه تر ټولو شتمن  او ډیر نفوس لرونکي هیواد په توګه نیجریه پخپل شیشت کې راولي.له دې امله آل سعودرژيم او صهیونیستي رژيم هڅه کوي،په نیجریه کې په تیره بیا ددغه هیواد په لوړپوړو سیاسی او امنیتی چارواکو کې  په نفوذ سره له مسلمانانو سره په مقابلې کې د هغوي پر سیاستونو اغیزې وشیندي .

 خو له دغو درستو دباؤنو سره سره د نیجریه مسلمانانو کلک هوډ کړی،ددغه هیواد د اسلامی غورځنګ رهبر وژغوري .دوي  نه یوازې د نیجریه  دحکومت غیر انساني  اقداماتو او دباؤنو ته تسلیم شوي نه دي،بلکېهماغه راز د شیخ زکزاکي د خوشي کیدا او دخپلوحقوقو دپوره کیدا لپاره جدي هلې ځلې کوي.د شیخ  ابراهیم زکزاکي  دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره روښانه کړې ده، قدرت هیڅکله هم د خلکو په وړاندې له وسلو څخه د استفادې د څرنګوالي په اساس نه ارزول کیږی،بلکې د خلکو د خدمت د رودې په اساس او د خلکو لپاره د زړه سواندۍ د اندازې  په اساس لیدل کیږي ، دوي  دا خیال کوي،چې  هر کار  او خیانت کولی شي او تمه لری،درست ددوي په وړاندې چپتیا غوره کړي،خو هیڅکله هم مونږ په ګواښ او دړکو سره له خپلو حقه حقوقو نشي غړولی او خپلو جدي هلو ځلوته به دوام ورکړو.

Image Caption

 

             د نیجریه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کیدا په ۲۰۱۹کال کې ددغه هیواد یوه بله مهمه پیښه وه .ټاکل شوې وه،د نیجریه د ولسمشرۍ انتخابات د فرورۍ په شپاړسمه نیټه  ترسره شي،خو ددغه هیوادانتخاباتی کمیشن  په یوې ناڅاپي  فیصلې کې،دغه انتخابات بل وخت ته وځنډول .دغې فیصلې د انتخاباتو دکاندیدانو او خلکوسخته غوسه راوپاروله او د شفافو انتخاباتو نه ترسره کیدا او درغلۍ چې له مودو مودو مخکې راهسې  د نیجریه د خلکو او ګوندونو ډيرې جدي اندیښنې  وې پياوړي کړې .د بوهاري د دوهم ځل لپاره کاندید کیدا  لامل شوې وه چې  ډيری نیجریه وال او ګوندونه  د انتخاباتو کمیشن او د  هغه ملاتړی ګوند د بوهاري  د بیرته ټاکل کیدو لپاره په  درغلۍ تورن کړ. بلاخره دغه انتخابات د فرورۍ په درویشتمې نیټې ترسره شول او  په بیلابیلو رودو او دسیسو سره محمد بوهاري  بیا د نیجریه  ولسمشر اعلان شو  ووئیل شول چې بوهاري پنځه پنځوس فی صدي رای ګټلي او دوهم سیال کاندید  ابوبکر یو څلویښت راي ګتلي دي . په هرحال محمد بوهاري یو ځل بیا د ن یجریه پر ولس وتپل شو  او په دې توګه امریکا ، آل سعود رژيم او صهیونیسټي رژيم د خپلو سپيرو موخو دپوره کیدا لپاره بل چانس هم ترلاسه کړ .

Image Caption

 

           په تیر میلادي کال کې  بوکوحرام ترهه ګرې ډلې  هماغه راز په نیجریه کې خپلو سپيرو فعالیتونو ته  دوام ورکړ. که څه هم محمد بوهاري په کرتو د بوکو حرام د نابودۍ ژمنې کړې،خو د نیجریه پولیس اوپوځ تر دې دمه په دې زمینې کې هیڅ بریالیتوب نه دی ترلاسه کړیاو یا ئې نه دي غوښتي دغه ترهه ګره ډله له مینځه لاړه شي .

د بوکوحرام ترهه ګرې ډلېفعالیتونه په داسې حال کې دي،چې دغه ترهه ګره ډله د عربستان پشمول  د ځينو نورو هیوادونو له بشپړ مرستو برخمنه ده .د بنین پخوانی ولسمشر نیسفور سوګلو  په دې زمینې کې وئيلي دي ،سعودي عربستان او قطر  د  بوکوحرام  له ترهه ګرې ډلې څخه چې پخپلو تاؤتریخجنو  او وینه بهونکو فعالیتونو او کرنو سره ئې د چاډ سین د حوزې څو هیوادونه  ناکراره او بې ثباته کړي دي ،ملاتړ کوی 

Image Caption
Image Caption

 

 په عین حال کېد نیجریه د پارلیمان ددفاعي او پوځي کمیشن مشرمحمدعلیاندومه څه موده مخکې  په نیجریه او دسیمې په هیوادونو کې د بوکوم حرام د تکفیری ترهه ګرې ډلې د جنایتکارو د بوږنونکوکړنو  د پراختیا په باب خبرداری ورکړی او وئیلی ئې وو،چې د بوکوحرام جنایتکارې ډلې د اقداماتو د بندیدو په خاطرد ملی او نړیوالې سټراټژۍ  دپلانونې لپاره بیله شوي بودجه  کافی نه ده .

بوکوحرام ډله هماغه راز دنیجریه د حکومت د کمزورتیا په سیوري کې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي او شیخ ابراهیم زکزاکيد نړیوالو ټولنو د چپتیا او بې پروائۍپه سیوري کې په زندان کې شپې سباکوي،داسې اساسی  چیلنجونه چې نیجریه به ئې په ۲۰۲۰ کال کې هم  په وړاندې ولري .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه