Jan 01, 2020 04:10 Asia/Kabul
  • د حضرت زینب کبری سلام ا..علیها  نیکمرغه زوکړه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کربلا دحماسې د بیرغوالې او د کربلا د اسیرانو د یوې سردارې حضرت زینب کبری سلام ا.....علیها دنیکمرغه زوکړې په مناسبت له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده تر پایه راسره ملتیا ولرئ .

دوستانو نن د  کربلا د حماسې د یوې سردارې حضرت زینب کبری  سلام ا... علیها  د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده .هماغه مومنه او تقواداره بي بي  چې  د  د خپلوترټولو خوږو او د کورنۍ د لویانو  دشهادت په وړاندې ، ئې یوازې صبر، زغم او استقامت نندارې ته وړاندې کړ. هغې چې په علم او تقوا او پوهې کې  ئې ډير شهرت درلود،او نامه ئې د اسلام د تاریخ  په ډيرو مهمو پيښو کې  له ورایه ښکاري .حضرت زینب کبری د رسالت او امامت او د عصمت په  لمن کې روزل شوي وه د هغې بې بي نیکۀ بزرګوارحضرت محمد مصطفی(ص)،د هغې بزرګوارپلارحضرت امام علی علیه السلام،د هغې مور بزرګواره او د یوه کامل انسان غوره بیلګه  حضرت فاطمةالزهرا سلام  ا....علیها په لمن کې روزل شوي  او د استقامت او صبر  او غوره خطبو ویونکي  ده .او حضرت زینب بی بي،د وحي د وړانګو په سیوري  او د ولایت  د لمر او د عصمت د لمن په سیوري کې روزل او تربیّت شوي  ،او د پنځون د غوره عالمانو د پوهې په لمن کې  د هغې شجره طیّبه (پاکې شجرې)وده کړې ده .

د تهران ریډیو د درست کارکونکي،ددغې پاکې او شجاع بی بی حضرت زینب کبری  سلام ا.. علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت درته  د زړه له کومې مبارکي وائي . او پر محمد و آل محمد هم درود او سلام لیږي .

                     دوستانو حضرت زینب بی بی سلام ا...علیها د هجرت په پنځم کال کې د وحي او کرامت په کور کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې .ددغې بختورې او پاکې بي بي   په زیږیدا سره د حضرت امام علی او حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیهما کور   په خوشالۍ او نور کې ډوب شو. دوي  د خداي له ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) څخه وغوښتل چې  ددغې خواږې  او نوزیږي  میرمن  لپاره  خوږه نامه  وټاکي . د خداي ګران پیغمبر  په پيل کې دغه پاکه  نوزیږه بي بي  په غیږې کې و اخسته،  او ددغې معصومې او پاکې نوزیږي په لیدو سره ئې سترګې نمجنې  او له اوښکو  ډکې شوې ، وروسته ئې  دهغې په غوږ کې آذان  تلاؤت کړ  او ددغې پاکې بي بي نامه ئې زینب کیښودله. زینب بي بي  له هماغه  وړکوالي څخه  د خداي له ګرا پیغمبر  او د کورنۍ له نورو کسانو سره ډيره مینه درلوده . امام علی  هغه  په غیږې کې کیښناوله  او مهربانۍ اومینې سره ئې  ورسره خبرې کولې .  حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها  هم  له خپلې  لور زینب بي بي سره مورنۍ  عشق کاوه او  هغې ته ئې په مینې سره د  دین او قرآن معارف ورزده کول .

                  وائي یوه ورځ  حضرت امام علی علیه السلام  زینب بي بي  چې  په غیږې کې ئې کیښنولې وه،ورته ووئيل،ګرانې لورې! ووایه،یو،نو زینب بی بی ووئيل ، یو ،،،  نو بیا امام بزرګوار وفرمائيل ؛ نو اوس ووایه چې دوه ،، نو زینب بي بي دوه ونه وئيل  او چپتیا ئې وکړه . علی ورځيني وپوښتل خوږې لورې ولې نه وائي  دوه ،.؟  زینب بي بي  دهماغه ماشومتوب په خوږې ژبې  سره ورته ووئيل ، پلاره ،ژبه چې یو ځل ووائي یو ، نو بیا دوه  نه وائي ....  نو ددغې  واړې بي بي پلار حضرت امام علی علیه السلام ،د  زینب بي بي  د  توحید اووحدانیّت په  ژورتیا او مقصد چې  ددغې پاکې  او واړې بی بي  په وجود کې ئې انګازې کولې ، پوه  شو .زینب بي بي  له هماغه ماشوموالي څخه  د خداوندمتعال عظمت او لويوالي  ته نظر درلود.

                      دوستانو د حضرت زینب کبری سلام ا...علیها یوه ځانګړنه دهغې بزرګوارې  شجاعت دی،نو ځکه  د هغې بزرګوارې په زیارت نامې کې ورته
؛لبوه الهاشمیة؛یعني د میړنۍ هاشمي میرمنې لقب ورکړل شوی دی  .د اخلاقو دعلم لویانو شجاعت ته درې ُرتبې ورکړي دي،د شجاعت لومړۍ مرتبه،له بل چا په تیره بیا له سرزورو او قدرتمندو څخه نه ویریدل دي .د شجاعت دوهمه مرتبه هم د لومړۍ مرتبې له معنا لالوړه ده،یعنی پر نفس  امّاره او خواهشاتو باندې مسلط کیدل دي،له دوهمې مرتبې هم لا لوړه مرتبه  حوصله،انګیزه ده،یعنی د خپل  ژوند په ټيټو  هسکو کې همت او حوصله پرې نږدي . حضرت زینب بی بی  د شجاعت په درو واړو مرتبو کې  په ترټولو لوړ حد کې مقام لري .

              دوستانو  حضرت زینب بی بی  له ماشوموالي څخه  د مور او پلار  عبادتونه او  شپو  ژوندي کول  له نزدې لیدلي وو . پخپله  هم  شپه ژوندي کونکي   وه او له  پاک پروردګار  سره ئې  راز او نیاز کاوۀ. زینب بی بي د خپلې کورنۍ په شان  له قرآن کریم څخه   په ښه ډول پوهه  زده کړې وه،چې د انسان  له خلقت او پنځيدو موخه د بندګۍ  او کمال څوکو ته رسیدا ده .هماغه ډول چې  دقرآن کریم  د ذاریات سورې په ۵۶ آیت کې لولو؛ وَ ما خَلقت الجِنَ..........او له دې لارې بشپړیږي او له ما سره نزدې کیږي.: 

حضرت زینب بی بي سلام ا..علیها هم  د عبادت او بندګۍ یوه ډیره لیواله او  عاشقه وه  او په ترټولو سختو شرائطو کې ئې هم له عبادته  لاس نه اخست. دغه بزرګواره بي بي  چې  د الهي بندګۍ لوړې څوکې ته رسیدلې وه ،له پروردګار عالم سره ئې ،  د زړه له کومې رابطه  درلوده .  دحضرت زینب بی بی  دبندګۍ او  معرفت دمقام  پرلوړتیا  د حضرت امام حسین علیه السلام له خبرو څخه پوهیدلی شو . هغه  بزرګوار  چې پخپله   په الهي فیض او مهربانۍ سره  او له ګناهانو پاک او معصوم دی،په کربلا کې د الوداع  کولو  او د دښمن په لور د حرکت په وخت  ئې  خپلې ګرانې  خور ته فرمائيل ؛ خوږې خورې! دشپې په لمنځونو کې مو  مه هیروه :::  او دشپې په مونځ کې راته دعا کوه ::::

 حضرت امام سجاد علیه السلام هم د حضرت زینب سلام ا...علیها دعظمت په باب فرمائيلي دي ؛ زما ترور زینب  د کوفې په لاره  کې او تر شام پورې په اسیرۍ کې درست واجب او سنت لمونځونه  اقامه کول او په ځينو ځایونو کې ئې د ډيرې لوږې او کمزورتیا  له امله  په ناسته لمونځ  قایم کوۀ .

                   دوستانو د حضرت زینب بي بي سلام ا... علیها یو ترټولو روښانه صفت، پاکدامني او حیا او تقوا ده .حیا او پاکدامني د میرمنو تر ټولو غوره ښکلا او د هغوي لپاره تر ټولو ګران بیّه (ملغلره) شی دی .زینب بی بی د حیا درس  له خپلې بزرګوارې مور څخه په ښه ډول زده کړی ؤ .حضرت زینب کبری خپله حیا،حتی  په ترټولو سختو شرائطو کې هم  خوندي ساتله .هغې بي بی  دبند په وخت کې او له کربلا تر کوفي او بیا تر شام پورې  په حرکت کې تر پښو پورې پر حجاب او ستر زور ورکوۀ او حتی پخپلو لاسونو سره به ئې  خپل مخ پټوۀڅو د نامحرمو له نظره خوندي شي . 

 داهل سنت  یوخ څیړانده او غوره لیکواله میرمن  عائشه بنت الشاطي  ددغې لوئې بي بي په باب داسې وائي،زینب بی بی د خپل پيغلتوب په دوران کې څنګه وه ؟،په دغه پړاؤ کې ددغې پاکې بي بي د څيرې او مخ د ښکلا له بیانولو تاریخي  مراجعو ډډه  کړې ده،ځکه  چې هغې په کور کې او  په ستر کې ژوند کاوۀ .مونږ  تر پردې شا څخه  د هغه پر صورت او څیرې فکر نه شو  کولی. خو د دغه تاریخ څخه له کلونو کلونو تیریدا وروسته،زینب بي بي  له کوره بهر راوځي او د کربلا ډير بوږنونکي او غمجنه  پيښه  هغه  مونږ ته  راښئ.

               له بده مرغه  نن سبا په  درستې نړۍ کې،استعمارګرانو او کلتوري یرغل کونکو د میرمنو حیا او پاکدامني په نښه کړې ده څو له دې لارې ټولنې،د فساد او غیر اخلاقي ډګرونو په لور وکاږي.دوي له میرمنود حیا او پاکدامنۍ  په له مینځه وړلو او د ټولنو غیر اخلاقي ککړتیاؤ او فساد په لور په کاږلو سره خپلو شیطاني تمو ته  په رسیدو پسې دي .استکباري قوتونه  په ښه توګه پوه شوي دي چې  که د دین او مذهب  له مینځه وړل غواړي ، نو باید په پیل کې له سړیو  او میرمنو حیا او پاکدامني او عفت واخلي .میرمنې د حیا او پاکدامنۍ درس ، د رسول ا.... بزرګار  د  میړنۍ لمسئ حضرت زینب بی بی په مکتب کې زده کولی شي . هو! میرمن  عالمه کیدلی شي ، عارفه کیدلی شي ، سیاسی او اغیز شیندونکي کیدلی شي  او  دخپلې حیا او عفت  ساتنه کولی شي  د  هماغه د زینب بي بي سلام ا... علیها  په شان .

                    دوستانو کله حضرت زینب بی بي  بلوغت ته ورسیده ،  نو  د خپل ترۀ (آکا)زوي عبدا... بن  جعفر ماندینه شوه .عبدا.... د کورنۍ خوندیتوب او اصلیّت له پلوه ډير ځانګړی ځاي درلود.د هغه پلارحضرت جعفر بن ابی طالب، د پیغمبر اکرم  د ترۀ  زوی او د حضرت امام علی علیه السلام  ورور  ؤ چې په موته جنګ کې  شهید شوی ؤ .د عبدا... مور بزرګواره  اسماء بنت عمیس ، یوه  داسې سرښیندونکي  میرمن چې  تر کلونو پورې  ئې  له خپل وطنه لیرې او  دخداوندمتعال د رضا لپاره  په حبشه ټاټوبي کې  ډير کړاؤنه  تیر کړي  او  د خپل خاوند په شهادت سره ئې  له خپلې خوا ډير زیات  صبر زغم او استقامت نندارې ته وړاندې کړی . عبدا....بن جعفر  ددغه شان مور پلار په لمن کې  روزل شوی ؤ .حضرت زینب بی بی چې  ډير اوچت او لوړ فکر ئې  درلود،له عبدا... سره د وادۀ په وخت ئې یوازې یو شرط درلود،او هغه دا چې د ژوند په ټولو وختونو کې د خپل ورور امام حسین علیه السلام ترڅنګ   وي،عبدا... هم د زینب بی بی دغه شرط  په ورین تندي سره ومانۀ. 

     په نهایت کې باید ووایو چې حضرت زینب بی بی سلام ا...علیهاد لوړو اخلاقي  صفتونو ځلا وه . صبر او استقامت ، شجاعت ،ایمان او تقوا،قرباني اوسرښیندنه  او حیا او پاکدامني هغه  صفتونه دي ،  چې یوازې  دغوره اخلاقو خاوندانو ورسره زړونه تړلی دي  او نور کسان ممکنه ده ،  ځيني صفتونو څخه برخمن نه وي .  د انساب الطالبین  نومې کتاب لیکونکی  نجم الدین  ابی الحسن  لیکلي ،  د نورو په نسبت  زینب سلام ا... علیها  ډير زیات نیک،ګران بیّه  غوره او  لوړ صفتونه  درلودل ، د دغې بزرګوارې بي بي  پاک او سوچه فضیلتونه،نیکمرغي راپنځونکی خوي او اخلاق،او غوره او څرګند  ویاړمن اخلاقي صفتونه، د نورو په نسبت ډيرلوړ او خاص او ممتاز  وو .

                 دوستانو د حضرت زینب بی بي سلام ا... علیها د برکتناک میلاد او زوکړې د کلیزې په مناسبت  د تهران ریډیو درست کارکونکي یو ځل بیا  تاسو ټولو حقیقت پالو  او  د حقیقت مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي  او دمهربان او تل پاتې  خداي  په درګاه کې  لاس په دعا کیږو چې  مونږ ټولو ته دې ددغې لوئې او پاکې بي بي د سیرت او رودې د پيژندګلوۍ او په ژوند کې  ورځينی د استفادې او کارولو  وس  او توفیق  راپه برخه کړي ، نو  په دغې دعا سره  له تاسو هم اجازت غواړو،، نیکمرغه ژوند ولرئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه