Jun 23, 2020 07:55 Asia/Kabul
  • د ښه ژوند تیرولو هنر (له نورو سره مرسته)

د خلکو مرسته کول یو ښه اخلاقي او اجتماعي عادت دی چې د اسلام په مبین دین کښې یې هم ډیره سپارښتنه شوې ده

له نورو سره مرسته ډیر اړخونه لري او ټولې اجتماعي، اقتصادي، سیاسي او کلتوري چارې په کښې شاملیږي. د اعتیاد او روږتیا له دامه د یو معتاد یا نشيي کس ژغورل، له ماشومانو او ځلمیانو سره مرسته، د اړمنو کورنیو په معیشتي چارو غور، د بدن د اندامونو ډالۍ کول او کله کله له یو دردمنده انسان سره کښیناستل او د هغه خبرې اوریدل له نورو سره د مرستې ځینې نمونې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

د اسلام په اسماني تعلیماتو کښې له نورو سره مرسته یو ډیر غوره عبادت دی او د وحي او د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) د تعلیماتو له مخې له نورو سره د مرستې او د خدای تعالی په نزد د محبوبیت ترمینځ ډیره نزدې اړیکه ده. نورو ته په پاملرنې باندې د قرآن کریم ټینګار تر دې حده دی چې انفاق او د نورو د ستونزو هوارول د قرآن له هدایتونکي روح څخه د برخمنیدو یو شرط ګڼي، لکه څنګه چې متعال خدای د بقرې د مبارکې سورې به دویم او دریم آیتونو کښې فرمايي: دا هغه باعظمته کتاب دی چې هیڅ شک په کښې نشته او د پرهیزکارانو د هدایت سبب دی. (پرهیزکاران) هغه څوک دي چې په غیب ایمان راوړي او لمونځ قایموي او له هغو ټولو نعمتونو او لورونو چې ورته مو روزي ورکړې ده انقاق کوي.

د دې ذکر شویو آیتونو له مخې خدای تعالی جل جلاله هغه کسان هدایتوي او هغه چا ته د خپلو حقایقو خواږه شات ورکوي چې په غیبو باندې د ایمان او د لمونځ د قائمولو ترڅنګ انفاق کونکي او له نورو سره د ښیګړې او خدمت په فکر کښې هم وي. رسول ا... مبارک په یوه وینا کښې د نورو د مرستې په هکله یوه په زړه پورې خبره کړې او فرمايي: خلک د خدای کورنۍ ده، د خدای په نزد ترټولو محبوب او غوره انسانان هغه دي چې د خدای کورنۍ ته ګټه ورسوي.

*/*/*/*/*/

هر کس په هر ډول حالاتو کښې د خپلو امکاناتو سره سم له نورو سره مرسته کولې شي. خدمت، هر ډول د خیرښیګړې کار، ګټه رسول او له نورو سره مالي، معنوي او کلتوري مرسته کول په دې کښې شاملیږي او پکار دي چې د خیر په کار او له نورو سره په مرسته کښې بیړه وشي ځکه چې په ځنډ سره ممکنه ده د دغه کار توفیق له لاسه لاړ شي. هم هغه ډول چې د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) فرمايي: «مَن فُتِحَ لَهُ بابٌ مِن الخَیرِ فَلْیَنتَهِزْهُ؛ فإنّهُ لا یَدرِی مَتى یُغلَقُ عَنهُ : 

یعنې د چا پر مخ چې د خیر ور خلاص شو باید غنیمت یې وګڼي ځکه چې نه دی خبر دغه ور به پرې کوم وخت بند شي.

*/*/*/*

له نورو خلکو سره مرسته او د هغوي خدمت کول په انسان باندې رغونکې اغیزې لري چې یوه یې له ځانه د تیریدنې او سرشیندنې د روحیې پیاوړتیا ده او په انسان کښې د ایثار او ګذشت زمینه برابروي. دغه نیک عمل هم داشان د انسانانو ترمینځ د ملګرتیا او همپالنې فضا رامینځته کوي چې ډیره ارزښتناکه ده. د قرآن کریم تعلیماتو ته په پام سره احسان نه یوازې په کومې خاصې طایفې او قبیلې، ډلې او نسل یا توکم پورې محدود او اړوند نه دی بلکې په هر ډول مالي او زماني حالاتو کښې دغه کار کیدې شي. خدای تعالی جل جلاله د آل عمران سورې په ۱۳۴ مبارک آيت کښې فرمايي: کوم کسان چې په راحته او سختیو کښې انفاق کوي او خپله غوصه او قهر څښي او د خلکو له (خطا) څخه تیریږي او خدای نیکوکاران خوښوي.

کوم کسان چې په هر ډول حالاو کښې احسان او خیرښیګړه کوي په حقیقت کښې له نورو سره د مرستې او خیرښیګړې روح د هغوي په وجود کښې نفوذ کړی دی.

*/*/*/*/*/*

له امام محمد باقر علیه السلام څخه په یو حدیث کې هم له نورو سره د مرستې د اهمیت په هکله راغلې دي: درې عادتونه د خدای تعالی په نزد ډیر خوښ او غوره عملونه دي او هغه دا دی: یو مسلمان بل مسلمان ته خواړه ورکړي او له لوږې یې وژغوري، مشکلات یې حل کړي او قرض او پور یې ورکړي.

په دې وجه یو مسلمان نه یوازې د خلکو له ستونزو ستړ نه شي بلکې په دې وجه چې هغه د خدای نعمت ګڼي، ورپسې لاړ شي څو د هرې ستونزې په هوارولو سره نویو نعمتونو ته ورسیږي. په دې وجه که یو کس د خلکو د حاجتونو مرجع وي نو پکار دي له دې چې د خدای پاک ورسره مینه وه، خوښ او خوشحال وي او که د خپل کور یا دفتر ور یې د خلکو پر مخ بند شو او خلکو ته رجوع ونه کړي یا ونه توانیدل چې ورشي نو پوه دې شي چې د خدای له رحمته بې برخې شوی او د خوشحالۍ پر ځاې باید خوابدی او غمګین شي.

*/*/*/*/*/*

ممکنه ده وویل شي یو انسان چې په خپل ناتوانه دی، څنګه له نورو سره مرسته وکړي؟ ځواب یې دا دی چې ناتوانه کسان د خپلې توانمنۍ او وس په اندازه له نورو سره احسان او انفاق کولې شي.  له بلې خوا دې ټکي ته باید پام وشي چې انفاق او احسان په مال او پانګې پورې محدود نه دي بلکې هر ډول خدای ورکړې وړتیاوې په کښې شاملیږي که هغه مال او پانګه وي، که علم او پوهه وي او که نور نعمتونه. په حقیقت کښې خدای غواړي حتی په ناتوانه او اړمنو کسانو کښې د فداکارۍ او سخاوت روحیه پیدا کړي او مضبوطه یې کړي. په هر حال له نورو سره مرسته په دې معنا ده چې انسان تر خپلې وړتیا او وس تر حده د خپل خپلوانو، ګاونډیانو، ملګرو او تر لاس لاندې کسانو د ژوند د ستونزو په نسبت حساسیت ولري او د هغو په هواري کښې مخکښې وي. دغه ډول روحیه دومره اهمیت لري چې د خدای ګران پیغمبر فرمايي: هر کس چې واوري یو کس مسلمانان خپلې مرستې ته رابولي خو هغه ورته پام ونه کړي، مسلمان نه دی.

*/*/*/*

د اسلام له نظره د خلکو او  په کلي توګه د ټولو انسانانو خدمت یو غوره عمل دی او له خلکو سره په مرسته کښې د اولیاء ا... هدف یوازې مومنان یا مسلمانان نه دي بلکې ټول انسانان په کښې شاملیږي. لکه څنګه چې رسول اکرم(ص) فرمايي: «رَأْسُ الْعَقْلِ بَعْدَ الدِّینِ التَّوَدُّدُ إِلَى النَّاسِ وَ اصْطِنَاعُ الْخَیْرِ إِلَى کُلِّ بَرٍّ وَ فَاجِرٍ

یعنې له دین (او په خدای باندې له ایمان وروسته) له خلکو سره مینه او د هغوي خیرغوښتنه او ورسره مینه او له ټولو نیکوکارانو او غیرنیکوکارو سره ښه او ښیګړه کول د ټولو عاقلانه کارونو په سر کښې دي.

په دې وجه دیندانري د عقل یوه مهمه نښه ده خو د بشپړولو لپاره یې پکار دي له خلکو سره مینه وکړې شي او د هغوي د ستونزو په هواري کښې مرسته او کوشش وشي.

*/*/*/*/

له خلکو سره د مرستې  دود او سنت د اسلام یو ټولنیز قانون دی چې ترټولو غوره شکل او طریقه یې بې له زبادلو او د امکان تر حده یې پټول دي. قرآن کریم له نورو سره د مرستې او احسان د نه زبادلو په هکله د سوره بقره په ۲۶۴ آیت کښې فرمايي: ای د ایمان خاوندانو! خپلې صدقې په زبادلو او ځورولو سره مه تباه کوئ.

له نورو سره د مرستې د عمل د پټولو په هکله باید وویل شي چې پیغمبرانو او معصومو امامانو به خپل د خیرښیګړې کارونه په پټه ترسره کول مګر په هغه ځاې کښې چې بیانول یې دغه نیک کار ته د نورو د هڅیدو او په خلکو کښې د انګیزې رامینځته کیدو سبب شي. همهغه شان چې په یو روایت کښې راغلي دي: یوه ورځ د مکې په لور روانه د مسلمانانو یوه قافله د مدینې او مکې په لاره کښې د دمې لپاره ودریدله. په دغه تمځي کښې یو کس په قافله کښې شامل شو چې ورسره مکې ته لاړ شي. دغه کس د قافلې له کسانو سره د خبرو په وخت د هغوي په مینځ کښې یو داسې کس ته متوجه شو چې د صالحینو څیره یې درلوده او په چټکۍ او تاندوالي سره د قافلې د خلکو په خدمت لګیا و. په قافله کښې شامل شوي سړي په وړومبي نظر هغه صالح کس وپیژنده او په ډیرې حیرانۍ یې د قافلې له خلکو پوښتنه وکړه چې آیا دغه سړی چې د دوي په کارونو او خدمت لګیا دی، پیژني؟ ویې ویل: نه، دا کس نه پیژنو، دی په مدینه کښې زمونږ په قافله کښې شامل شو او ډیر صالح، نیک او متقي کس دی. مونږ ترې نه دي غوښتې چې زمونږ لپاره کار وکړي خو په خپله خوښه د نورو په کارونو کښې مرسته کوي. هغه سړي ورته وویل: څرګنده ده چې نه یې پیژنۍ ځکه چې که مو پیژندلې نو داسې سپین سترګي به مو نه کوله او هیڅکله به مو نه پریښودل چې د یو خادم په شان ستاسو کارونه ترسره کړي. د قافلې خاوندنو وویل: ولې دا کس څوک دی؟ ویې ویل: دا علی بن الحسین زین العابدین علیه السلام دی.

خلک حیران او پریشانه شول، زر پاڅیدل او د رسول ا... د لمسي امام زین العابدین علیه السلام خوا ته لاړل، په زوړندو سرونو یې امام ته وویل: کاش چې ځان دې راپیژندلې وی. ممکنه نه چې خدای مه کړه بدرد مو درته ویلې وی او ستره ګناه مو ترسره کړې وی. امام ورته وفرمایل: ما قصداً د همسفرۍ لپاره تاسو، چې زه مو نه پیژندم، غوره کړئ ځکه کله چې له پیژندګلو کسانو سره سفر کوي نو هغوي له رسول ا... مبارک سره زما د خپلولۍ په وجه له ما سره ډیره مهرباني کوي او نه مې پریږدي چې کوم کار او خدمت ترسره کړم. په دې وجه غواړم د سفر لپاره داسې ملګري غوره کړم چې ما نه پیژني څو د هغوي د خدمت کولو سعادت مې په برخه شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه

کمنټونه