Jun 23, 2020 17:10 Asia/Kabul
  • په امریکا کې بشری حقوق

د تهران د پښتو خپرونې ا و انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د امریکا بشری حقوقو د لړۍ له دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغې نننۍ برخې کې د ترهه ګرۍ دترټولوستر قرباني په باب درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

                       خوږو دوستانو،لکه څنګه چې خبر یاست،امریکا په ایران کېد اسلامی انقلاب  له بریالیتوب وخت راهسېد ایران په ضد بندیزونه  لګولي دي .دغه اقدام چې  دیوه ملت په ضد د اقتصادي ترهه ګرۍ په معنا دی ،  اوس د درملو او د طبي تجهیزاتو   بندیز ،د  انساني ضد جنایت ډګر ته وارد شوی دی .

  دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  د ایران په ضد دبندیزونوپه بیرته لګولو  او سختولو سره د بشریّت په ضد یو ستر جنایت کړی دی.د امریکا حکومت  پر هغو هیوادونو چې  ددغو بندیزونو خلاف ورزي ئې کړې ، هم سخت سیاسی دباؤنه او  یا مالی او بانکی سختیانې لګولي دي،څو دغه انساني ضد جنایت  په ترټولو لوړه سویه تحقق و مومي .

امریکا په دغو اقداماتو سره د ایران د ولس لپاره ډيرې  سختیانې اوترینګلتیاوې رامینځةکړي دي او دا موضوع په راتلونکي کې باید  په یوه نړیوال عدالت کې مطرح شي . د  اسلامی ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف په تعبیر ، اوس  دا مریکا اقتصادي ترهه ګرۍ ته  طبی  ترهه ګري هم ورزیاته شوي ده . او دنیا باید  ددغه جنایت په  وړاندې  له دې زیاته چپتیا ونه کړي . د امریکاد  سرزوري او مستبد اوجنایتکار ولسمشر دغه سپيرۀ اقدام  د بشري ضد  جنایت مصداق دی  .

Image Caption

 

                 اوس چې  کابو شپږ میاشتې کیږي،نړۍ  له کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کروناویروس سره لاس اوګریوان شوې ده،په داسې حال کې چې ډیری هیوادونو خپل ټول توان  ددغې ناروغۍ په پيزواني کولو او د ناروغانو په درملنې متمرکز کړي دي ،  د ایران ملت  له یوه پلوه  له کروناویروس  سره او له بل پلوه د امریکا له ظالمانه ،ناځوانمردانه او غیر انساني  بندیزونوسره مخامخ شوی دی .

 باید هیره نشي ، چې  حتی د کرونا له خوریدا   ډير پخوا راهسې ، د ا یران د ملت د سلامتیا او د درملنې  د نظام په ضد درملیز بندیزونه ثاتب شوي  وو ، او که  له دې تر مخکې پورې  د ایران د ملت د سلامتیا او درملنې  او ددرملو  په حوزې کې د امریکا دبندیزونو له  امله په تاواني کیدو کې شک  موجود ؤ، نو اوس د کرونائي بحران  په اوج کې په دې باب نور هیڅ  شک نشته  او امریکائي  چارواکي پخپله  اعتراف کوي ، دغه  زیاتره دباؤ، د بې ګناه  او عامو خلکو پر آبادۍ، دایران د  حاکمیّت په ضد د خپګان او درز د رامینځةکیدا په موخې سره پلان  شوی دی .

د ایران په ضد د بندیزونو په دوام کې دامریکا انساني ضد کړچار او حتی د کرونا ناروغۍ د خوریدا په وخت کې ددرملو او طبی تجهیزاتو د خرڅلاؤ لپاره د امریکا وارمخکې شرطونه،د انسان دوستۍ موضوعګانو او د نړیوالو قوانینو  په خلاف  دي .

               درملیز، دطبی تجهیزاتو  او خوراکي موادو په ضد بندیزونه او هغه بایکاټونه چې درملو او نورو طبي  امکاناتو ته د نه لاس رسي لامل کیږي ،، په مستقیم ډول د بشریّت ژوند او حیات  حق  له خطرې سره مخامخ کوي  او په ښکاره د انسانانو  د ژوند د حقپه ضد  نیغ په نیغه ګواښ او د بندیز له آوزار سره د ترهه ګرۍ مصداق او د بشري حقوقو تر ټولو اساسی خلاف ورزي  ده .

ددغو موردونو په استناد،ایران  په هیګ نړیوالې محکمې کې د امریکا د ولسمشر دمحاکمه کولو غوښتنه کولی شي .

 له بده مرغه  د امریاک د ترهه ګرحکومت د جنایتونو او ددغه حکومت د بشري ضد اقداماتو په وړاندې دنړیوال نظام لارې چارې او کړنې ډير  افسوسناکې او منفعلانه دي . 

Image Caption

 

د آزادي غواړو انسانانو د وژلې سیاست او همداراز د انسانانو دمسلمو حقوقو  په ځپنې او  دملتونو له غوښتنې سره  په مبارزې کې یو اړخیز  اوغیر قانوني اقدامات،یوازې د امریکا د اوسني جنایتکار حکومت  کار نه دی . امریکا،ډیر کلونه کیږي ،چې  د بندیزونو په وسیله او  دنړیوالې ټولنې له  چپه خوله پاتیکیدا څخه په ډاډمنیدا سره ، د انسانیّت او بشریّت په ضد  تر ټولو بشری ضد اوظالمانه  اقدامات ترسره کوي .

د نړیوال عدالت او  دیوان  د اساسنامې د شپږمې مادي په اساس ،  په پراخه سویه د انسانانو وژله اوله مینځه وړل ، د عامو خلکو  په ضد د پراخې یا منظمې حملې په چوکاټ کې  یو جرم ګڼل شوی او   دبشریّت په ضد  جنایت  حسابیږي . له  یوه پلوه د ۱۹۹۶کال  دنومبر په ۲۹نیټه   دهیګ دنړیوالې  محکمې  فیصلې  روښانه کړې ده چې د بشریّت  په ضد  دجنایت جرمونه ، د تاؤتریخوالو دزیاتولو  په کړنو کې  شاملیږي ،چې د حیات او آزادۍ په څير د بشري  موجوداتو په ترټولو اساسی حقوقو  په یرغل سره ، انساني کرامت ، بدني  اونفسیاتي سلامتیا او صحت ته تاوان رسوي .

درملیز بندیزونه  په هغو غیر انساني  اقداماتو کې شامل دي ، چې  په نړیوالې ټولنې کې ئې د اغیزو زیاتیدا په پراخه توګه  رابرسیره کیږي  او همدا موضوع ددغه جرم د پوره  کیدا د اثبات لپاره کافي ده . د امریکا بندیزونه ، همدغه ځانګړنې لري .

               امریکا دکرونائي بحران د خوریدا په شرائطو کې د غیر قانوني ، بندیزونو، اقتصادي  او طبي ترهه ګرۍ  په  دوام او سختولو سره ، د بشریّت  په ضد دجنایت تر پولې رسیدلې ده . په ملګروملتو کې د اسلامی ایران دایمي ا ستازي  اوسفیر مجید تخت روانچي ، په همدې باب : له کرونا ویروس سره  پر نړیوالې مقابلې د یواړخیزو قهرجنو  اقداماتو د  اغیزو  د ارزونې په غونډې کې  پخپلې ویناکې  دهغو هیوادونو په ضد  د امریکا د غیر قانوني کرغیړنو  یو اړخیزو اقداماتو  ته په  اشارې سره،چې زیاتره  د کرونا ویروس  د خوریدا له دردناکو شرائطو سره  لاس او ګریوان  دي ، روښانه کړې ده ، د کرونا ویروس د  منتقلیدا او خوریدا د مخنیوي لپاره لازمو درملو،وسایلو اوتجهیزاتو ته رسیدا،د درستو هیوادونو اساسی حق دی،خو د امریکا غیر قانوني او یو اړخیز اقداماتاو کرغیړنېکړنې،ددغې موضوع دپوره کیدا د لارې په سر ستر او جدي خنډ دي .

Image Caption

 

تخت روانچيددې خبرې په کولو سره چې  امریکاد درملو  طبی تجهیزاتو او خوراکی موادو باندې د  بندیز د ختمولو مدعيده،یادونه کړې،د نړۍ بانکي نظام او نړیوال تجارت ته له لاس رسي دیوه هیواد محرومول ، دموجوده تجارتي او مالي لارو چارو له لارې د طبي تجهیزاتو ،درملو او خوراکي موادو  ته د لاس رسي لپاره  دهغه هیواد توانمني په بشپړ ډول سلبوي.  

 هغو ناروغانو ته د درملو له رسیدو مخنیوي،چېله خطرناکو ناروغیو سره لاس او ګریوان دي،د نړیوالو  حقوقو د قواعدو په اساس،د نسل وژنې  څرګند مصداق حسابیږي .

                        د نسل وژنې په باب د ۱۹۴۸ کال  دکنونشن  شپږمه ماده،دا ښائي،چې دغه جرمونه باید د هغه حکومت د اړونده عدالت له خوا چې د هغه حکومت په حدودو کې جرم شوی وي،او یا د هیګ نړیواله محکمې له خوا چې حکومتونو د هغو صلاحیّت منلی دي،غور ورباندې وشي.نو ځکه د ملګروملتو د بشری حقوقو  د شورا اهمیّت ته  اشراه کولی شو ،چې  د شورا د غړو حکومتونو په فیصلې سره،په یوۀ خاص  هیواد کې د وضعیّت   ارزونه ترسره شي .  ددغې شورا ونډه،دامریکا په  محاکمه کولو کې د پام وړ ده . نړیواله ټولنه  باید د پيوستون په پیاوړي کولو سره ،  په یوه لیکه  او په یوې خولې سره ، ناروا، غیر قانوني او یو اړخیز اقدامات  رد او محکوم کړي څو د انساني ارزښتونو او اخلاقي اصولو په اساس،دغه بحران په اغیز شیندونکي ډول کنټرول شي .ملګري ملتونه او دغې موسیسې غړي هیوادونه دنده لري ،  د ایران دولس او حکومت په غوښتنې سره ، د امریکا  د ورانکارو او ظالمانه سیاستونود د رولو لپاره   ملګرتیا وکړي څو له دې زیات ، د  ایران د ولس د ژوند اوحیات حق  ددغو سیاستون وقرباني نشي . 

 د نړیوالو اړیکو  او د سیاسی علومو استاذ جمال زهران  په دې باب وائي ،د ایران په ضد امریکاد بندیزونو دوام،په دغه هیواد کې د کرونا ویروس  دخوریدا په شرائطو کې د بشریّت په ضد جنایت حسابیږي  او په داسې حال کې  چې  نړۍ  ددغو شرائطو لپاره  د ایران له ملته بخښنه وغواړي،د امریکا ولسمشر  د هیګ په نړیوالې محکمې یا عدالت کې  دمحاکمه کیدا حقدار دی .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه