Jun 25, 2020 13:06 Asia/Kabul
  • د ښه ژوند کولو هنر

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ښه ژونند کولو د هنر نومې لړۍ له ننني شلم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو  ژمنې او موافقې  ته  پابند پاتیکیدا،یو نړیوال اصل دی  او په نړیوالو کې په ترټولو برلاسه  اخلاقي فضایلو کې حسابیږي .دبدقولۍ، بدعهدۍ یا د ژمنتیا د ماتونې په مقابل کې یو ډول خیانت او اخلاقي رذلتونو کې شمیرل کیږي .

 د نیک او سالم ژوند ددرلودلو لپاره،د ټولنیزو مثبتو اړیکو درلودلو ته اړتیا لرو،په دې سره چې  ژمونږ په  ژوند کې داسې انسانان شتون ولري،چې دمونږ لپاره،ارزښت،احترام او اهمیّت ته قایل وي،له مونږ سره مینه ولري او په سختیاتو کې راسره ملګرتیا او مرسته وکړي،داسې انسانان چې د هغوي په څنګ کې د  آرامښت  احساس وکړو  او دمونږ لپاره ژوند  خوندور کړي . داسې انسانان چې د زړه له کومې مهربانه وي  اوپخپل شتون سره غمونه په خوشالۍ بدلوي ، لوي نعمتونه دي .دغه مینه ناک انسانان،زمونږ دکورنۍ غړي او  یا دوستان کیدلی شي .داسې کسان چې باید د هغوي د شتون قدرونه وکړو  او د دوي د ساتلو لپاره هڅه  هم وکړو.د دوستانو او ښو ټولنیزو اړیکو ساتل  ژمنتیا او هڅې ته  اړتیا لري . مونږ  د ځان منامۍ ،تکبر  او زیات غوښتنو څخه په لیریکیدا سره  او دغه راز په ژمنتیاؤ  پابند کیدا سره،د خپلو دوستیو له پياوړي کولو سره مرسته کولی شو .یوه هغه مهم ټولنیز چلند چې د انساني اړیکو په پیاوړتیا کې  اساسی رول لري،ژمنتیا ته وفاداره پاتیکیدل دي . ډیری دوستۍ او اړیکې ژمنتیاؤ ته په نه پابندۍ او بدعهدیو سره له مینځه ځي . 

            موافقې اوعهد ته پابندي یو نړیوال اصل دی  او  په نړیوالو کې په ترټولو اخلاقي فضایلوکې حسابیږي .په  مقابل کې،بدعهدۍ،بدقولۍ او د تړون د ماتو نې،یو ډول خیانتاو اخلاقي رذالتونه شمیرل کیږي .

 د عهد یا ژمنې ټکی  چې د تړون او وعدې په معنا دی،په حقیقت کې  یو ډول  اخلاقي ، ټولنیز او دیني تړون دی چې د دوو کسانو یا ډلو یا څوکسانو او یا څو ډلو  او یا د یوه ملت له خپل رهبر سره  تړل  کیږي او یا ئې ژمنتیاکیږي .  د اسلام دین  د ژمنتیا په وفا ډير ټينګار کوي  او دا ډير ارزښتمن  شی ګڼي ، په دې ډول چې په قرآن کریم کې له عهد سره د وفا کولو ډير آیتونه  نازل شوي دي. خدا وندمتعال د اسراء سورې په ۳۴آیت کې فرمائي،وَاَفوٌ باِلعَهدِ اِنَ العهدِکَانَ مسئولا* ......او په عهد وفا وکړئ ، ځکه  دتړون یا عهد په باب به پوښتنه وشي :::: 

Image Caption

 

د علامه طباطبائي  له نظره،دغه آیت شریف د نورو هغو آیتونو په څير چې په عهد یا ژمنې د وفا مدح  او ستاینه او د هغې خلاف ورزي  رټي،هم د یو کس  او  یا دوو کسانو ترمینځ ژمنتیاوې پکې شاملیږي  او هم  ټولنیزې ، ژمنتیاوې  او دغه راز د قبیلې،قوم،امت او نړیوالو ترمینځ وعدې او قولونه پکې شاملیږي .د اسلام له نظره،نړیوالو او ټولنیزو ژمنتیاؤ ته  وفاداره پاتیکیدل، له شخصي ژمنتیاؤ څخه د وفاداره کیدا په نسبت  لا مهمې دي،لکه چې ټولنیز عدالتلامهم او خلاف ورزي ئې  له ستره عمومي بلا ده .

               قرآن کریم  پخپلو له معنا ډکو آیتونو کې په عهد او قول او موافقې باندې په پابند کیدا ډير ټينګار کړی دی،چې دغه غوره خصلت،د انسان په وجود کې فطري جرړه لري .یعني بني آدم له هماغه ماشومووالي بدقولي درک کوي  او تړون ته وفاداري مهمه ګڼي؛یو ماشوم ډير زر د مور پلار په بدعهدۍ یا بدقولۍ خپه او غوسه کیږي او د هغو چلند دروغجن بولي او بیا دوي رټي.

 یعني انسان په دغه احساس سره وده کوي او د ژوند په ټولو مرحلو کې  دا مهم ګڼي . د لاښه ژوند او د لاښو شیبو تیرولو لپاره باید پخپلو ټولنیزو مراوداتو او چلندونو کې  له نورو سره په عهد او تړون کې پابنده ووسو.قرآن کریم  په مریّم سورې  کې عهد اوقول  ته وفاداري  یا ژمنتیا،د حضرت ابراهیم علیه السلام د زوي ، حضرت اسماعیل علیه السلام  یوه د  پام وړ  ځانګړنه ګڼي او فرمائي؛وَاذکُرٌ فِی الکِتابِ اِسماعِیّلَ ،اِنَهُ کَانَ صادِقَ  الوَعٌدِ وَکانَ رَسولا  *

 ؛ او په دغه کتاب(قرآن )کې اسماعیل  یاد کړه،چې هغه خپلې ژمنې ته ډير وفادار (ؤ) او د خداي له خوا رسول او پيغمبر ؤ ::: عهدذ

Image Caption

 

 ددغه آیت په تفسیر کې  د حضرت امام جعفر الصادق علیه السلام له قوله نقل شوي دي ، چې فرمائي ؛ حضرت اسماعیل  یوه کس سره قول وکړ ، خو  هغه د وعدې په ځاي کې حاضر نه شو ، هغه حضرت،  تر ډیر وخت پورې په هغه ځاي کې  انتظار وکړ . په دې ډول چې د هغه لازیاته نه ښکاره کیدا یا اوږد غیبت،د هغه د پيروکارو د اندیښنې لامل شو .بلاخره هغه کس چې اتفاقا له هغه ځایه تیرید،هغه بزرګوار ئې ولید او وې وئيل؛ ائ د خداي پيغمبره!،مونږ د تا د ځنډ له امله اندیښمن شوي یوو .هغه حضرت وفرمائيل؛ما له فلاني کس سره عهد کړی چې په دغه ځاي کې ورسره وګورم ،خو هغه رانه غلو او ترڅو چې هغه رانشي،نو  زه له دغه ځایه نه ځم .هغه کس لاړ او خلک ئې له دغې پيښې خبرکړل  او هغوي د  په هغه کس پسې چې له حضرت اسماعیل علیه السلام سره ئې وعده کړې وه،لاړل او هغه ئې د اسماعیل وآخوا ته ورورست.  هغه کس وشرمید او وې وئيل ؛ ائ د خداي پیغمبره ! ما له تاسره د لیدوکاتو کړي وعده هیره کړې  وه . هغه بزرګوار وفرمائيل ؛ که ته نه وائ راغلی نو زه به هماغه شان دلته درته  منتظر وم :::: 

      په عهد وفا کول  د خداي یو صفتاو دعقل دخاوندانو سیرت معرفي شوی دیاو د قول بدعهدي  هم د فسق ، تاواناو د خداي سبحانه له خوا دلعن تعه لامل. الهي پیغام راوړونکو،چې  خلک د پروردګارعبادت  او ښو اخلاقو او نیکو کړنو ته بلل ، په عهد اوقول  ئې وفادارۍ ته ځانګړی پام درلود.دوي له خلکو غوښتل،چې په هغو سمو او ریښتینو تړونونو چې له یوه بل سره ئې تړئ ، وفاداره ووسئ او لا  مهمه دا چې  له پروردګار سره  د خالصانه بندګۍ عهد  وکړي .  کله چې انسان  ځان د خداي بنده  وګڼي  نو دهغه خوي او عادت ښکلی کیږي.کله خداوندمتعال  دپنځون او په نهایت کې  قدرتاو محبت چورلیز وګڼو او د هغه په عبادت او بندګۍ کې ثابت قدم  ووسو ، نو ورسره دبندګۍ عهد کوو .دخداي له یاده غافل  نه شونه اودهغه په خاطر له ټولو سره نیکي کوو،نو هغه وخت به  پخپل وجود کې د باطن سوچه شونه ا او ښه آرامښت  احساس  کړو .نو قول سره ترټولو مهمه وفا  له بې ساري خالق سره د انسان ژمنتیا ده .

           په ټولنیزو اړیکو کې  په عهد او قول  وفا کول  ، اوڅاره رول لري  او  یوه غوره او ښه چاره ده . انسان یو ټولنیز موجود دی  او  د هغه ټولنیز ژوند  د ټولنې له نورو کسانو سره   تعامل ته اړتیا لري ؛  له یوه پلوه  خلک له یوه بل سره باید  د ژمنتیا او اعتماد په اساس ژوند وکړي څو  په یوه بل په بشپړ ډاډ سره ، شخصي او ټولنیزو  چارو ته  دوام ورکړي . که  د  انسان په ټولنیز ژوند کې  دقت وکړو ،نو  وبه وینو د هغه د ټولنیز ژوند درست حقوق  چې  دهغو په تامینیدا سره  آرامښت مومي ، دعمومي ژمنتیاؤ په اساس  دی .  اسلام   ددغه قول او عهد  او اعتماد  د ساتلو لپاره  له قول او تړون سره  د وفا کولو حکم  ورکوي . دغه اخلاقي فضیلت  او د اسلام له خوا ورباندې ټينګار ، یو ډول  د ا سلام   له خوا د نړیوالو ژمنتیاؤ  او د  انسانانو  حقوقو ته  احترام کول دي ، چې دشخصي ، ټولنیزو ،سیاسی اواقتصادي  اړیکو  دپیاوړتیا لامل کیږي . که  سالمه اجتماع  وغواړي ،په یوې آئيډیالې  او ښې اجتماع بدله شي ، نو باید د اخلاقي فضایلو په چوکاټ کې   عمل وکړي ،باید   او په تیره بیا  تړون او قول ته پابنده ووسي . دیوې سالمې ټولنې د تحقق لپاره  په ژمتیاؤ  پابند پاتیکیدا  یوه مهمه لازمه ده . د قول او عهد د ماتونې په بدل کې ،  په ټولنې کې د  اعتماد ، باؤر  او ډاډمنیدا اړیکې  له مینځه ځي  او د اجتماع د اړیکو بنسټونه سست کوي .

 حضرت امام  علی علیه السلام  فرمائي ؛ د هغه چا په دوستۍ چې  پخپل قول او تړون  باندې وفا نه کوي ، هیڅ اعتماد  مه کوئ:::: 

Image Caption

 

           دوستانو  د قول او تړون  موضوع ، د انسان  د ژوند په درستو مرحلو کې  دوام لري .  له کوره رانیولې ، چې یو ترټولو واړوکی  ټولنیز مرکز دی ، تر ټولنې پورې ؛  په هرې ټولنیزې اړیکې کې  داسې لیکل شوي او نالیکل شوي قولونه او تړونونه شته دي چې ژوند لاښه کوي .لکه څنګه چې یو کس بدعهدي  او بدقولي کوي،نو دا عمل د انسان   باؤر او اعتماد کموي او د نورو په نظر کې  دهغه ارزښت کموي . که  په ټولنې کې  نفوذ کونکی او صاحب منصب قول ماتونکی شي،نو د هغه د ژمنو او قولونو خلاف ورزي لازیات تاوان رامینځةکوي  اولامل کیږي ،د عمومي اعتماد او باؤر ستره پانګه  داغي شي.  اجتماعي ظلم ایجاد شي،او ټولنه  په تیت پرکو شیانو بدله شي. 

    له خپل ملت سره د سیاستوالانو په ژمنتیاؤ کې  بدعهدئ دومره مهمې  دي چې  حضرت امام علی علیه السلام  مالک اشتر  ته پخپل لیک کې  چې  دمصر ګورنر ؤ،په قول د وفا موضوع  یوه انساني او عمومي موضوع ګڼي او فرمائي؛ ائ مالکه!داسې نه چې له خلکو سره وعده او تړون وکړې او  وروسته  هرچرته چې وګورې ستاپکې ګټې دي ، د عهد اوقول خلاف ورزي  وکړې ::::

            خوږو دوستانو یو پاچا  یوه شپه  په سخت ژمي کې له خپلې ماڼۍ بهر  ووت،بیرته د  ستنیدا په  وخت  ئې یو بوډا ساتونکی ولید چې په ډيرو لږو قالیو  اغوخستو سره  په دغه شان سړې شپې کې  چوکیداره کوي . له هغه ئې وپوښتل،آیا ساړۀ د نه کیږي ،؟ هغه بوډا چوکیدار   ورته ووئیل  ، ولې نه ، ائ بادشاه،خو ګرم لباس یا جامې نه لرم او مجبور یم چې وې زغمم.پاچا ووئيل،زه اوس ماڼۍ ته ځم  او  ورته وایم چې د تا لپاره ګرم قالي برابر کړي  او درته ئې راوړي .

 هغه چوکیدار یا نګهبان خوشال شو او دپاچا ئې مننه وکړه .خو پاچا همدا چې ماڼۍ ته ننوت،خپله ژمنه ئې هیره  کړه .ورپسې سهار د بوډا چوکیدار له یخنۍ وچ کلک مړی  د ماڼۍ  په شاوخوا کې وموندل شو؛په داسې حال کې چې  په خوا کې  ورسره په یوه لیک کې  لیکل شوي وو،ائ بادشاه! ما هره شپه په دغه لږو قالیو سره د ژمي ساړۀزغملو،خو د تا دګرَمو جامو د راوړلو ژمنې زه  مړ کړم او ستا له وعدې وروسته  مې دغه ساړه  ونه زغملی شو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه