Jun 30, 2020 08:02 Asia/Kabul
  • اخلاق او اسلام۲

اخلاق په اسلام کښې نومې لړۍ په دې ننۍ برخه کښې د اسلامي افکارو په بنیاد د انسان د وجود د کیفیت څیړنه کوو

ګرانو مینه والو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو وویل چې د (ځان پیژندنې) وړومبنې ګام د هغه مهمو ځانګړنو پیژندل دي چې د ښکلاؤ خالق پرې انسانان ښکلې او سنبال کړې دي. د وړومبۍ ځانګړتیا په هکله مو وویل چې د هستۍ او کائناتو پنځونکي انسان په ترټولو ښایسته او معتدل شکل خلق کړ. بیا یې له خپل روح څخه په کښې وپوکل او اصالت یې وروبخښه څو دا حقیقت بیان کړي چې انسان یوازې یو خاورین مخلوق نه دی بلکې ارزښت یې په ملکوتي اړخ پورې پيئلتیا لري.

په بله وینا، انسان د صورت او سیرت خاوند دی چې اسلامي اخلاق څیړاندي د انسان طبیعي او فزیکي خلقت د هغه ظاهر ګڼي او ماوراء طبیعت یې (سیرت) او یا (خُلق) ګڼي چې د ارزښت موندنې په مقام کښې د انسانانو حقیقي او تل پاتې شخصیت په هغه پورې پیئلې ګڼي ځکه چې زیاتره داسې کسان شته چې ظاهر او مخ یې ښایسته وي خو د اخلاقي ارزښتونو او انساني ملکاتو د نشتوالي په وجه هیڅ کوم خاص انساني ارزشت نه لري او ډیر داسې کسان هم شته چې څه خاص ښکلا نه لري خو په دې وجه چې په اخلاقي فضائلو او کرامتونو سنبال دي نو د ځانګړي او غوره موقعیت خاوندان دي.

*/*/*/

په خواشینۍ سره په اوسنۍ زمانه یعنې د ارتباطاتو په دوران او د علم او پوهې د ورځ په ورځ زیاتیدونکو حیرانونکو پرمختګونو په دې زمانه کښې د انسان مخ او ظاهر ته له هرڅه زیات ارزښت ورکول کیږي او د سیرت او معنوي ښکلاؤ ته چې د انسانانو شخصیت او اصالت جوړوي، چندانې اهمیت نه ورکول کیږي. باالکل هم دا وجه ده چې په روانه پیړۍ کښې اخلاقي او انساني ارزښتونه ورځ په ورځ پيکه او بې اهمیت کیږي او شک نشته چې ترڅو انسان په دې لاره روان وي تر هغې به کراره او له ارامښته ډکه ورځ ونه ویني. که هر څومره په دنګو ماڼیو کښې واوسیږي او د هوساینې هرڅومره امکانات او پړق پړوق هم ولري.

د دې لورنیونې په نفي کښې هم دا بس ده چې انسان د هستۍ په نړۍ کښې د خدای خلیفه یا جانشین له لوړ مقامه لرې کوي. له هم هغه کم ساري موقعیت څخه چې د سوره بقره له ۳۰ نه تر ۳۴ پورې مبارکو آیتونو له مخې،  د خدای د درګان مقربې فرښتې په الهي حکم په ځمکه باندې د خدای د جانشین مخلوق په توګه د انسان په وړاندې سر ټیټوي او سجده کوي.

*/*/*/*/*/

دا الهي رضا او اراده یوازې د انسان د خلقت په هکله رامینځته شوې او هغه لره ځانګړې ده. آیا ښه ده چې انسان دا لوړ مقام د اخلاقي رذایلو او فسادونو او د زر تیریدونکو مادي هوس بازیو په قربانګاه کښې له لاسه ورکړي؟

یا د دې په اپوټه انسان ته پکار دي چې هر څه یې چې په توان او وس کښې دي د لوړو اخلاقي او انساني ارزښتونو په اصولي خیال ساتنې سره د هغو د ساتنې کوشش وکړي او پرې نږدي چې د هغه خدای ورکړې لوړې مرتبې ته ډیر لږه تاوان هم ورسي.

*/*/*/*/*/

له دې دوو ځانګړتیا یعنې په انسان کښې د الي روح له پوکل کیدو او په ځمکه باندې د خدای د ځاې ناستې توب لوړ مقام ته له رسیدو چې د انسان د خلقت سترې ځانګړنې دي او ډیر ارزښت ورته ورکوي، په تیریدو سره، د انسان یوه بله وجودي ځانګړنه، د خدای لټون دی. په بله وینا، د انسان د خلقت اصل په یو داسې ډول خلق شوی دی چې د ژوند په ټولو لوړو ژورو کښې د خالص توحید آیین قایم وساتي او ورته مخه کړي.

*/*/*/*/*

هیره دې نه وي چې کورني، ټولنیز، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او پوځي علتونه او عوامل د یوې دوړې په شان د انسان د فطرت هنداره پټه کړي خو هیڅکله نه شي کولې توحیدي فطرت چې د بشر په وجود کښې پوخ او بنیادي شوی دی، بدل کړي. دا حقیقت له بل هر وخته  زیات د سختو حادثو د پیښیدو په وخت چې انسان له هر چا او هر ځاې او هر څیزه نهیلې کیږي، راڅرګندیږي او خدای ته متوجه کیږي. ځکه نو د خدای لټونې فطرت هغه بل مهم او برخلیک جوړونکې عامل دی چې که انسان په هغه بنیاد خپل فردي او ټولنییز سلوکونه او کړچار برابر کړي او په دې قطب نما حرکت وکړي نو تل په اخلاقي او انساني اصولو او ارزښتونو پابند پاتې کیږي او هیڅکله د ارزښتونو خلاف ګروهنه نه پیدا کوي.

*/*/*/*/*

د انسان د پنځون یوه بله خاص ځانګړنه دا ده چې ښکلا پنځونکي خدای پس له دې چې انسان یې له هر پلوه ښایسته او سنبال کړ، له خپل روح څخه یې په کښې وپوکل او هغه یې په خپل روح معطر او خوشبویه کړ. متعال خدای د سجدې د مبارکې سورې له ۷ نه تر ۹ پورې آیتونو کښې دا چاره انځوروي او فرمايي: هغه خدای چې هر څه یې وپنځول، ښایسته یې وپنځول او د انسان خلقت یې له خټو پیل کړي بیا یې د هغه نسل په سپکو(ګنده) پنډو اوبو کښې کښیښوده.  بیا یې سنبال کړ او له خپل روح څه یې په کښې وپوکل.

*//*/*/*/*/

د دغو آیتونو له مخې د انسان په خّټه کښې له مادي عناصرو نه علاوه چې له ټولو مخلوقاتو سره یې د اشتراک وجهه ده، یو ملکوتي او الهي عنصر هم شته دی چې انسان د هستۍ له ټولې نړۍ غوره کوي او هغه، الهي روح دی چې انسان ته اصالت وربخښي ځکه چې سرچینه یې د خدای اراده او رضا ده او په هم دې وجه نه فنا کیدونکې او تل پاتې دی، د انسان د جسم او بدن په اپوټه چې د وخت په تیریدو سره ورستیږي او بلآخره فنا کیږي.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه

کمنټونه