Jul 08, 2020 16:39 Asia/Kabul
  • د  روسیي د ولسمشرۍ د پړاؤ تثبیتیدا او داخلی او بهرنۍ اغیزې

د تهران د پښتو خپرونې د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د روسیې د اوسني ولسمشر د واکوالۍ د پړاؤ د تثبیتیدا او د دغه اقدام د داخلی او بهرنیو اغیزو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دوستانو  د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه  په روسیې کې  د سیاسی  بدلونونو بهیر، ددغه هیواد د لومړي وزیر دیمیتري مدودوف  په استعفی او  وروسته  په پارلیمان کې د اساسی قانون د اصلاحاتو د پيکیج  په وړاندې کیدا   او تصویبیدا او دغه راز په نهایت کې ئې د اصلاحاتو لپاره د ټول پوښتنې په ترسره کیدا سره،د نړۍ دترټولو سترو هیوادونو په اوسمهاله تاریخ کې برخلیک ټاکونکی شو .  

 د روسیې د اساسی قانون د اصلاحاتو په زمینې کې ترټولو مهمه موضوع  په ۲۰۲۴کال کې د ولا دیمیر پوتین د ولسمشرۍ د اوسني پړاؤ له ختمیدا وروسته دهغه د بیا ولسمشر جوړیدا لپاره لاره  هوارول وو . د روسیې په داخل او بهر کې  شرائط لرونکو څه دپاسه  یو سل اته میلیون روسانو  کابو یوه اونۍ فرصت درلود، څو  په  هو!  یا نه،سره ددغه هیواد د اساسی قانون  اصلاحاتو سره اړونده  بدلونونو ته رایه ورکړي . د روسیې د اساسی قانون له اصلاحاتو سره   اړونده  ټول پوښتنه،د جون له ۲۵نیټې پیل شوې او د رائي اخستنې  او نهائي اصلي ورځ  هم د جولائي لومړۍ نیټه وه . د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمیشن  دخپرو شوو اطلاعاتو په اساس ،ددغه هیواد  په ټول پوښتنې کې د اوه  اویا اعشاره دوه نوي  فی صدي کسانو د اساسی قانون د اصلاح  ملاتړ وکړ او یویشت اعشاریه  اوه ویشت فی صدي  نورو هم ددغو اصلاحاتو له  ترسره کولو سره مخالفت وکړ په دغې ټولپوښتنې کې د خلکو د ګډون اندازه ۶۵ فی صده وه.په دې توګه کابو اته اویا فی صده ګډون کونکو ولادیمیر پوتین ته د ولسمشرۍ  د انتخاباتو  په دوو نورو پړاؤنو کې د ګډون  حق ته رایه ورکړه ،او هغه تر شپاړسو نورو کلونو لپاره یعني تر۲۰۳۶ کال پورې د روسیې د ولسمشرۍ  څوکۍ  په اختیار کې درلودلی شي .

Image Caption

 

                   د روسیې  د اساسی قانون  نوی او اصلاح شوی متن ، چې  په عمومي ټول پوښتنې کې د روسیې د ولس اکثریّت  تائيد کړی او حکم ئې د جمعې په ورځې  د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  لاسلیک  کړی دی،د جولائي په څلورمه یعني د شنبې په ورځې د کرملین ماڼۍ  په رسمي  ویب پاڼې ، د روسیې د حقوقي اطلاعاتو رسمي پورټلاو راسیسکایا ګازیتا  ورځپاڼې کې  خپور  او په دې توګه لازم الاجرا شو .  په ټول کې د روسیې په اساسی قانون کې  دوه سوه شپږ  اصلاحیّې  شوي او د هغو په اساس، ددغه هیواد ۹۸ قوانین  هم  باید اصلاح شي . په دغه سند کې راغلي دي ، د روسیې د فیډریشن  اساسی قانون  د ۱۹۹۳کال  د د سمبر په دولسمه نیټه   په ولسی رائ اخستنې سره  تائيد شوی او اصلاحات ئې هم د ۲۰۲۰ کال دجولائي په لومړۍ نیټه  په عمومي ټول پوښتنې کې  تصویب شوي دي .: په دغه قانون کې په جوت ډول راغلي دي،چې  دغه اصلاحات یوازې  په عمومي ټول پوښتنې کې د ښاریزو د اکثریت په ملاتړ سره به (یعني  څه دپاسه  پنځوس فی صدي ګډون کونکوپه اکثریّت سره) به لازم الاجرا وي او دا موضوع  د  روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په  کرتو کړې ده . 

د روسیې په اساسی قانون کې  په سیاسی،اقتصادي ، ټولنیزو ،کلتوري  او دفاعي زمینوکې په ۴۶ چورلیزونوکې نوي اصلاحات شوي دي. دغه اصلاحات،د ولادیمیر پوتین دو لسمشرۍ د پړاؤ پر تمدیدیدو سربیره ، د روسیې   قوانینو ته پر نړیوالو  مقرراتو ترجیح ورکوي او  په دغه هیواد کې د همجنس بازو  وادونه هم غیر قانوني  ګڼي .

Image Caption

 

    د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین د اساسی قانون  داصلاحاتو له ټول پوښتنې ترسره کیدا وروسته،ډاډ ورکړی،چې د روسیې د فیډریشن  په اوسني اساسی قانون کې د اصلاحاتو تصویبیدا یو سم اقدام ؤ.د هغه په وینا،په نظر کې نیول شوي  بدلونونه به،په راتلونکي کې د روسیې د حاکمیّت  د پیاوړتیا  او ددغه هیواد د پرمختګ  لپاره شرائط رامینځةکړي .

د روسیې ولسمشر همداراز ټينګار کړی ، زه په بشپړ ډول ډاډمن یم  چې  مونږ  سم کار ترسره کړی دی  او په اوسني اساسی قانون کې  کې  مو کوم اصلاحات کړي دي،نو دا به د روسیې دحاکمیّت د پیاوړتیا  لامل شي ا وتر راتلونکو لسو کلونو پورې به  ددغه هیواد دترقۍ او پرمختګ لپاره مناسب شرائط برابر کړي .هغه  وئیلي، که په اساسی قانون کې  کومه موضوع روښانه شوي وي،نو درست حکومتي چارواکي  او  حکومتونه به ئې اجرا ته پابنده وي . پوتین د اساسی قانون له اصلاحاتو څخه دروسیې  د زیاتره خلکو  په ملاتړ په ټينګارسره  وئيلي دي خبره د اجتماعي عدالت په سر ده چې باید دغه واقعیّت بیان شي چې هیڅوک باید لاکم  او لږترلږه حقوق ترلاسه نه کړي  او  د ژوند لګښت باید د کس له دغو حقوقو یاتنخواه سره سمون وخوري .په همدې باب  داساسی قانون په اصلاحاتو کې د متقاعد کیدا د سم نظام  کړچارهم په نظرکې نیول شوی دی څو په قانوني ملاتړ اوپشتیبانۍ سره،لازم الاجرا شي او هیڅ یوحکومت ئې په راتلونکي کې  خلاف ورزي ونه کړائ شي .

  ممکنه ده  دروسیې د اساسی قانون د اصلاحاتو په زمینې کې  تر ټولو مهمه موضوع په ۲۰۲۴کال کې د ولادیمیر بوتین د اوسني پړاؤ  له ختمیدا وروسته د هغه د بیا ولسمشر جوړیدا لپاره د لارې هوارول  دي . دې ته په پام سره چې  د رائ ورکونکو په پنځو کې څلورمې برخې کسانو د اساسی قانون اصلاح ته مثبته رایه ورکړې ده، په دې توګه  ولادیمیر پوتین  د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوو نورو پړاؤنو کې   دګډون حق ترلاسه کړی دی او هغه تر ۲۰۳۶ کال پورې یعني تر نورو شپاړسو کلونو پورې  ولسمشر پاتیکیدلی شی .

             په حقیقت کې د روسیې  په وروستیو بدلونونو کې  د روسیې په پارلیمان کې د روسیې اساسی قانون ته د اصلاحیو ورزیاتول  وو چې  د پوتین د ولسمشرۍ د اوسني پړاؤ  له ختمیدا ورسوته ئې په قدرت کې د پاتیکیدو لپاره دهغه لاره  هواره کړې ده .د تصویب شوي اصلاحیّې په اساس یو کس د روسیې د ولسمشرۍ څوکۍ  له دوو پړاؤنو زیاته نه شي درلودلی،په دې استثناء سره چې د روسیې اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین  حق لري،چې  په ۲۰۲۴کال کې  بیا ددغې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره بیا کاندید شي .اوس  په وروستۍ ټول پوښتنې کې ددغو اصلاحاتو په  تصویبیدا سره،د پوتین لپاره لاره پرانیستل شوې ده .دا موضوع مسلما  د پوتین د داخلي مخالفانو او د هغو دلویدیځي ملاتړو لپاره  ناخوښ خبر دی .

Image Caption

 

 د یوه  پیاوړي او اغیز شیندونکي ولسمشر په توګه ولادیمیر پوتین د خپل مخکیني کړچار په اپوټه  دې جمع بندۍ ته رسیدلی دی،چې که په روسیې کې  د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بل سیاستوال ته ورسیږي،نو  له هغو درستو تدبیرونو سره سره چې هغه د اساسی قانون د اصلاحاتو په چوکاټ کې غوره کړي دي،څو هماغه راز د روسیې دسیاست په ډګر کې  ټاکونکی او اغیز شیندونکی  شي،ممکنه ده د هغه دنظر وړ او خوښ بهیر کې حالات هماغه شان پر مخ لاړنشي،نو ځکه دې نتیجې ته رسیدلی چې د کار ډاډمنه لاره دا ده چې پخپله یو ځل بیا قدرت په لاس کې واخلي .اوه شپیته کلن ولادیمیر پوتین  چې لومړي ځل د  ۱۹۹۹ کال په دسمبر کې د بوریس یلتسن په استعفی پسې د روسیې ولسمشر شوی،اوس  څه دپاسه دوه لسیزې کیږي،چې  په کرملین کې ئې قدرت په لاس کې دی .هغه اعلان کړی دی چې په ۲۰۲۴کال کې به فیصله وکړي چې آیا یو ځل بیا د روسیې د ولسمشرۍ دنوي پړاؤ لپاره کاندید شي او که نه.پوتین په همدارووستیو کې په یوې ټيلیویژني وینا کې یادونه کړې ده،چې د حاکمیّت دخوښې وړ اصلاحات به یوازې  د ولس دملاتړ په بڼه کې ترسره شي .

             یوه بله موضوع چې دروسیې د اساسی قانون د اصلاحاتو په زمینې کې  پام جلبوي،د  روسیې په بیلابیلو ډګرونو کې د اساسی بدلونونو درامینځةکولو اودوام لپاره  دپوتین ښکاره هڅه ده .داسې ښکاري  هماغه ډول چې  په چین د بنیادي اصلاحاتو  په ترسره کولو سره  په ۱۹۸۰لسیزې کې  کې د چین د وخت ولسمشر دنګ شیاؤ پينګ،یو لړ اساسی بدلونونه وکړل، ولادیمیر پوتین هم  غواړي څو داساسی قانون په ځينو اصلاحاتو ترسره کولو سره، د هیواد دلومړي وزیر له بدلولو وروسته د روسیې د قدرت د حاکمیّت او ارکانو په نظام کې دجوړښتي اصلاح لپاره،دوهم ګام پورته  کړي.هغه ښه پوهیږي ،چې که وغواړي،دروسیې په ملي پالنې باندې په تکیې سره یوځل بیا روسیه  د نړیوال قدرت ډګر ته ستنه کړي څو له نورو نړیوالو قدرتونو په تیره بیا  له چین او امریکا وروسته پاتې نشي،نو لازمه ده چې د اساسی قانون له اصلاح وروسته،په   روسیې کې  دقدرت د څلورو اصلی رکنونو یعنی د متحده روسیې ګوند، پوځ، دفیډرل امنیتي ادارې اصلاحاتو  اوهمداراز  د الیګارشي مالی نظام  اصلاح ته چې د روسیې د تیلو او ګیسو د صنائعو،بانکونو،او رسندویو په چوکاټ کې  ئې ورئښت  موندلی ، مخه کړي .که څه هم  تردې دمه  ځیني اصلاحات  په تیره بیا  در وسیې دپوځ او فیدرل امیني ادارې  په باب ځینی  اصلاحات شوي دي،خو  اوس تمه  کیږي،څو ددغو بدلونونو لمن،په دغه هیواد کې دقدرت دکړۍ او د روسیې په واکمن ګوند پورې  چې په الیګارشي مالی بڼه رابرسیره شي، وغزیږي .

Image Caption

 

یوه بله مهمه موضوع چې  دروسیې د وروستیو سیاسی بدلونونو په چوکاټ کې  په تیره بیا  ددغه هیواد داساسی قانون په اصلاحاتو کې او تر ۲۰۳۶کال بورې د پوتین د واکوالۍ د پړاؤ د دوام په امکان کې  ئې توجه جلب کړې ده ، په دغې پيښې  د لویدیځي بلاک  خپګان  او په نتیجې کې ئې  په روسیې کې  د وروستۍ ټول پوښتنې  دترسره کیدا په بهیر کې د دسیسې او شک در امینځةکولو لپاره  هڅه ده .  د امریکا او ا روپا پشمول  لویدیځوالو د پوتین د   وا کوالۍ د پړاؤ د تمیدیدیدا په وړانډې  منفي غبرګون غوره کړی او در وسیې د وروستۍ ټول پوښتنې  نتیجې ئې تر پوښتنې لاندې وروستي دي .په دې لړ کې اروپائي اتحادئې او امریکا د ماسکو په ضد تور لګونې ته مخه کړې او د اساسی قانون د اصلاح په  ټول پوښتنې کې د روسیې دخلکو له ډير لوړ ګډون سره سره ئې د ګوت وهونکي کړچار په غوره کولو سره مدعي شوي باید  داساسی قانون  داصلاحاتو په  ټول پوښتنې کې  په احتمالي  خلاف ورزیو څيړنې او ارزونې وشي .

د لویدیځوالو دغه شان دریځونه ، تورونه او دغه راز لاسوهونکي او کرغیړن  اقدامات  په د اسې حال کې ترسره کیږي ، چې  د دوي په  دوه ګوڼو  چلندونو کې  په کرتو  د اورپا او امریکا په انتخاباتو کې د روسیې  په ادعائي  لاسوهنې  نیوکې کړي دي،حال دا چې پخپله  په ښکاره  دغه ګوت وهنې او کرغیړنو اقداماتو ته دوام ورکوي .

تمه کیږي،روسیه هغو بدلونونو ته په پام سره چې  پخپل بهرني سیاست او  اقتصادي کړچارکې له ۲۰۲۴ کال څخه ئې د ختیځ په لور د پام اړونکي سیاست په چوکاټ کې غوره کړی،خپلې اړیکې ئې په تیره بیا  له نورو  قدرتونو په تیره بیا  له چین،هندوستان، جاپان سره د انرژۍ  اقتصادي او تجارتي  زمینو کې  پراخوي  او په عین حال کې دخپلو شریکانو د ملاتړ او د ګټو د پراختیا  او ساتنې په خاطر د نړۍ په مهمو سیمو په تیره بیا  په لویدیځي آسیا،شمالي افریقا  او هم په لاتینې امریکا کې  لافعال شتون پيدا کړي . په حقیقت کې  د ولادیمیر پوتین   اصلي موخه  نړیوال غوره  قدرت په توګه د روسیې دبیا  مطرح کول دي . په  همدې باب ، دروسیې د پوځي قدرت   او د دنیا په اساسي سیمو کې  د دوي دپوځي بهیر د شتون زیاتیدا د ماسکو مهم لومړیتوبونه حسابیږي . 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه