Nov 12, 2020 15:41 Asia/Kabul
  • هنراوساری ناروغۍ

په اوسنی وخت کی بیا بیا وایی چی له کرونا ویروس سره په مقابله کې د هر وګړی مسولیت څه دې ؟ ډیر خلک باوری دي چی په ټولنه کی د وګړیو کړچار او ټول اعمال د کرونا ویروس په انتقال یا کنټرول کی اغیز لری .

په همدې خاطر د ماسک اچول ، د اجتماعی واټن رعایتولو او قرنطینه سختیانې مو وزغملې شوې  او تحمل کوو یې او له کرونا پرته راتلونکی ته هیله من  یو . البته په دغه وضعیت کې  زیات وخت لرو چی رسندوی وګورو ، کتاب ولولو . خو هغه دومره زیات معلومات چی هره ورځ ورسره په  مجازی او حقیقی فضا کی مخامخ یو ، له ضدو نقیض معلوماتو ډک دي . حاضر دمه د محتوا تولید دومره پراخ شوی چی شاید سم او په درد خوړونکی له هسې فضول معلوماتو تشخیص دومره اسان ندې .

تاسوي  څه کوی چی له دغه  اندیښنې او اضطراب ډک پړواه چی نن سبا ورسره انسان مخامخ دې ، زمونږ راتلونکی لپاره څه پاتې کیږی؟ایا تاریخ له هغو شمیر او خبرونو وراخوا چی په رسندویو کې خپر شوی دی ، دغې پیښی ته ګوری یا کتابونو ته مراجعه ، هنری اثار او په دې زمینه کې د هنرمندانو لیدتوګې زمونږ احوال هغو ته ښودلې شی .

لومړی تاریخ ته یوه کتنه ولرلې شو چی انسانان په ورته موردونو کی  څه کړی دي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

اکونومیسټ خپرونې په یوه یادښت کې په هنر او کلتور د خپریدونکیو ناروغیو د اغیز په اړه ولیکل د کلتور او دغو ناروغیو ترمینځ زر کلن ارتباط موجود دې . د تاریخ په دغو خپرونکیو ناروغیو کې تور طاعون وو چی په ۱۳۴۷ میلادی کال کې اروپا ته ورسید . دغې ناروغۍ د سیمې د نفوسو له دریو یوه برخه تر نیمو پورې کسان ووژل خو په اقتصادی او اجتماعی نظم کې د سترو بدلونونو په رامینخټه کیدا سره  په یووخت د رنسانس د ظهور لپاره لاره برابره کړه . فلورانس په کلابندۍ کې نومی کتاب لیکوال  جان هینډرسن چی تازه د طاعون د خپریدا په اړه خپور شوی دی ، باوری دی دغه خپریدنه نیغ په نیغه په  رنسانس ختمه نشوه خو وړکوټی ډلې ترمیځ  د شتمنۍ متمرکز کیدل ، د تنخواګانو دوه برابره زیاتیدا او د شتمنو د ډیرو شتمنیدا سبب شو چی په نتیجه کې هغو ته اجازه ورکړل شوه له هنر مالی ملاتړ وکړی . طاعون په راز راز هنرونو او په تیره بیا نقاشۍ کې خپل اثار پریښودلی دی . د هینډرسون په وینا طاعون د کسانو لیوالتیا هغه څه ته پام کګولو ته چی ورسره بلد وو ، احیا کړه ، هماغه ډول چی نن سبا مونږه په دغو د قرنطینې په شپو ورځو کې اشنا ناولونو و زاړو فیلمونو  ته مخه کړی ده . د بیلګې په توګه ایټالیایی انځور ګرانو په بی مخینې توګه  داسې اثار خلق کړل چی پکې انسانی احساسات په عجیبه حقیقت پالنې سره انځور کړل . دغه  روده بیا وروسته د رنسانس په سمبول بدله شوه .

په همدې وخت کې ډاکټران ، د کلیسا روحانیانو د موسیقی د درملیز خاصیت په اړه موافقه وکړه . په دې اساس د مذهبی ترانوویل د هغو خلکو لیکو ته چی له طاعون د تښتیدا لپاره د توبې په نیت په واټونو کې ګرځیدل راګرځیدل ، ورزیات شول . البته د دغه بهیر انعکاس په همدې ۲۰۲۰ هم لیدلې شو . د قرانطینې په لومړنیو ورځو کې د ایټالیا خلکو د ترانو ویلو او موسیقۍ غږولو لپاره د خپلو کورونو  بالکن یا ټراسونو ته راووتل . هغو په دې اړه له پرته چی پخپله ورته پته ولګی ، د ‍۱۶ پیړۍ له خپلو نیکونو تقلید وکړ . د رنسانس په پړاوکې د موسیقی او طاعون د کتاب په استناد  په هغه وخت کې د میلان ښار ستر پادری دغو اندیښنو ته په پام سره چی په واټونو کې د خلکو صفونو جوړول د ویروس د خپریدا سبب کیږی ، د ایټالیا له خلکو وغوښتل د کور دننه او له کړکی او دروازې لارې ترانې ووهی تر څو د کور د قرنطینې د رعایتولو په ترڅ کې په ګډه دغه عمومی مراسم ترسره کړی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

تاریخی جاجونې ښی چی د هنر نور ډولونه د خپریدونکیو ناروغیو په وخت یا وروسته غوړیدلی دی . په ۱۹ پیړۍ کې  له سترې وبا روسته د لومړنی مورد له کنټرړول وروسته د تاریخ له لومړنی اخرالزمانی  ناول سره یو ځای وو. د مری شلی اثر وروستې کس (THE LAST MAN )د بشریت د راتلونکی انځور وړاند یکوی چی ډیر تیاره دې ، طاعون انسانی نسل ختم کړی دی او یوازې یو کس پاتې دې .

که د ساری ناروغیو له ویرې او وحشت تیر شو ، نو له هغو سره اړونده ادبی اثارو کې یو دیر مهم څیز چی لیدل کیږی هغه دا دې چی ساری ناروغی د پرګنیزو اختلافاتو د له مینځه وړلو لپاره یو عامل بلل شوی دی . که څه هم اوسنی مطالعات ښی چی د ساری ناروغیو له امله زیاتره تاوان بې وزله پرګنو ته متوجه دې  خو په ادبیاتو کې  د دغې نظریې اپوټه بیلګې هم وینو . د ادګار الن پو په لیکل شوی لنډه کیسه کې چی د سره مرګ نقاب نومیږی ، یو شاهزاده ځان او په سلګونو شتمن او معزز کسان له یوې ساری ناروغۍ پټوی خو په نهایت کې دغه وژونکی ناروغۍ د یوه نه بلل شوی میلمه چی مخ یې پټ کړی دې ، د بالماسکه په میلمستیا کې ظاهریږی  او ټول د مرګ لمنې ته بیایی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د طاعون له کړکیچ له پیړیو وروسته  تراوسه د هغه وخت هنری اثار دا قدرت لری چی خلک د طاعون  زمانې ته بوځی . په طاعون د اخته کیدا ویرې  هنرمندان د احساساتو څرګندولو او د طاعون بیانولو ته راپارولی دي . له دې امله د نقاشۍ تابلو ګانې ، مجسمې  اوډیر ننی اثار د تیرو پیړیو د خلکو د وضعیت ډیر ارزښتمن معلومات زمونږ په اختیار کې راوستلې شی .

د هغو ورځو هنری ډرامې د بدبختیو له روایتونو ډکې شوی وې ، ډیرو هنرمندانو د دنیا د پاې تابلوګانې نقاشی کولې ، د مرګ ایډیا ډیره څرګنده وه او کلیساګانې او مذهبی ځایونه له تیرو وختونو ډیر له خلکو ډک وو . ډیر خلک دغه باور ته رسیدلی وو چی اخرت نودې دې او باید د سبا لپاره څه وکړی . د کلیساګانو دیوالونه د سپیڅلیو کتابونو له بیا بیلو روایتونو او نقاشیانو ډک شوی وو او هنر د کلیسا مرستې ته راغلی وو تر څو خلکو ته وښی مرګ په مځکه له ژونده د نور او رڼا په لور یوه لاره ده .

البته د طاعون ساری توب او له مرګ ویره چی د خلکو په زړونو کې وه ، د دیرو کیسو لیکونکیو موضوع  هم شوه . لیکوالانو قلم ته لاسونه کړل او د داسې کیسو راویان شول چی په ټولنه کی د طاعون په وسیله رامینځته کیدلې . د هغو ورځو ترخې کیسې په جملو او ټکیو کې راغلې او د طاعون د تور کال یادونه په شان کتابونه ولیکل شول . همداراز د البرکامو طاعون اثر او نور دیر ادبی اثار رامینځته شول .

تور طاعون  تمامیږی خو د ویری او وحشت روایت یې په تابلوګانو ، نقاشیانو ، مجسمو او کتابونو په ټکیو کې پاتې کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د سفر په پاې کې فرمینا په کشتۍ کې د خپلو اشنایانو له لیدلو معذبه ده اوپه همدې دلیل د فلورنتینو په وړاندیز یې په دروغه د وبا د خپریدا زیړ بیرغ پورته کړ چی نور مسافران سپاره نشی او اوسنی مسافران هم خپله لاره په بله کشتۍ سره ووهی تر څو فلورنتینو او فرمینا په اسانۍ سره خپل سفر ته دوام ورکړی .

دا څو جملې د وبا د کلونو عشق له کتابه دی چی ګابریل ګارسیا مارکز لیکلې دط .  د هر لوستونکی چی دغه کتاب ولولی ، ساده تحلیل دا دې چی یوه ورځ د دغې دینا خلک د وبا په نوم له یوې ساری ناروغۍ سره مخامخ وو او ډیر پکې وژل شوی وو . پس د دنیا ننی شرایط او د کرونا ویروس خپریدا دومره هم  تازه مورد ندې او تاریخ وروسره له ما او ته ښه بلد دې . ډیر هنری اثار چی د ساری ناروغیو په پړاو کې د بیلا بیلو هنرمندانو لخوا خلق شوی دي اوس په معتبرو تاریخی سندونو کې شامل دی . هغه اثار چی د بیلا بیلو  وبا ګانو او اپیدمی په واسطه  پنځول شوی دی اود ناهیلی او بی وسئ ښودنه کوی چی خلک یې د کړکیچ په وخت کې تجروبه کوی ، هغه تریخ حس چی شاید هیڅ حیز ورسره د قیاس وړ نه وی . د مرګ بریالیتوب  نقاشۍ چی په ۱۶ میلادی پیړۍ کې د پیټر بروګل اثر دی وګورئ ، یو ډیر مشهور هنری اثر دې چی له ملونو وروسته هم هم د هغه وخت د خلکو تریخ ژوند او طاعون تاریخ ډیر ښه روایتوی .

اوس نړۍ بیا له یوې وبا سره مخامخ ده ، تاریخ بیا تکراریږی . امریکایی ډرامه لیکونکې  یوجین اونیل لیکی هیڅ حال او راتلونکی وجود نلری ، یوازې تیر وخت چی بیا بیا تکراریږی .

تاسوئ فکر کوئ چی مونږه په حال وخت کې یو ، یا په تیر وخت کې یو ؟

 

 

ټیګونه