Nov 16, 2020 11:08 Asia/Kabul
  •  د نامتو فلسوف علامه سید محمدحسین طباطبائي تلین

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د په دې شیبو کې د ستر او نامتو دینی عالم او فلسوف سیدمحمدحسین طباطبائي د رحلت د کلیزې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دوستانو  سید محمد حسین طباطبائي یو اوسمهاله  ستر مفسر ، فلسوف، فقیه ، عارف ، اسلام پیژاند او اغیز شیندونکی عالم دی .دي له ځانه    دقران کریم  په تفسیر کې د تفسیر المیزان په نامې سره ارزښتمن اثر پریښودلی دی .د علامه طباطبائي په وسیله دغه لیکل شوی په عربی ژبه اثر  په شلو ټوکو کې تالیف شوی دی .  دوي همداراز  په فلسفې اومنطق کې  هم یو شمیر مهم  او اغیزشیندونکي آثار لري، چې په هغو کې  بدایةالحکمه،  او نهایة الحکمه  او دغه راز د فلسفې اصول او  دریالیزم  روده نومې تر ټولو مهم آثار دي .

د لړم د میاشتې څلورویشتمه نیټه ، د ستر دیني عالم ،فقیه ،غوره متفکر او عارف علامه محمد حسین طباطبائي د رحلت کلیزه ده ، چې  خپل یواتیاکلنی عمر ئې د دیني معارفو د غوړیدا او پراختیا په لاره کې تیر کړی او  په دنیاوي  مادیاتو باندې په سترګو پټولو سره ئې  د تفسیر المیزان  په څير د ملغلرو په ډالۍ کولو سره  دحق په لور الوت کړی .  ددغه ستر او حکیم  عالم د رحلت د کلیزې په مناسبت  درته د تسلیّت په وئيلو سره د هغه   ستر شخصیّت  او ژوند ځانګړنو ته یوه ځغلنده کتنه کوو .

   په ۱۲۸۱لمریز کال کې د ایران په شمال لویدیځ تبریز ښار کې  په یوه دیني او تقوا لرونکي کورنۍ کې یو ماشوم وزیږید ، چې  نامه ئې  محمد حسین کیښودل شوه .  د طباطبائي کورنۍ  یوه  اصیله کورنۍ وه او په تبریز ښار کې ډيره مشهوره وه .   خو  تقدیر  خبره ده څو محمد حسین په ماشوموالي کې  د خپل مور او پلار له نعمته بې برخې شي . محمد حسین پنځه کلن ؤ چې  مور ئې وفات شوه او  په نهه کلنۍ کې د پلار سیوره هم له لاسه ورکړه . هغه په دې  باب لیکلی دي ،؛ له هماغه ماشوموالي  مو د یتیم شونې درد  احساس کړ ،خو  خداي تعالی پر ما رحم وکړ اوله مادي نظره ئې پر  مونږ ژوند آسان کړ . د ما د پلار  وصي د خپلې ماندنې په ملتیا سره ، د خداي بخښلي پلار  په وصیّت باندې په عمل کولو سره ، زما  او  او دما  د واړۀ ورور ښه ساتنه کوله او  دی ډير خوش اخلاقه او مومن  انسان ؤ :::  علامه طباطبائي  په شپږ کلنۍ کې  د قرآن  او ګلستان او بوستان سعدي  په څير درسونه او  د هغه وخت نور ډير دود درسونه  زده کړل  او له دې وروسته  ئې لوړو علمي سویو ته ځان ورساوۀ .

 علامه طباطبائي  د خپلو زده کړو  د پړاؤ په باب  هم لیکلي دي؛  د زده کړو په پیل کې  چې  صرف او نحو مو زده کول ،  د زده کړو له دوام سره مو ډیره دلچسپي  نه درلوده او  له دې امله  هرڅومره مو چې لوستل  هیڅ نه پوهیدم  او څلور کلونه مو د  همدغه نحو په زده کولو کې تیر کړل . له دې وروسته  ناڅاپي  خداي رباندې  رحم وکړ او  په ما کې بدلون راغی  او په ځان کې مو د  د زړه کړو د بشپړولو په نسبت  بې تابي او بدلون حس کړ،په دې توګه چې  له هماغې ورځې  رانیولې د زده کړو تربشپړ ولو پورې  تقریبا اولس کلونه تیر شول ،  هیڅکله  مو د تعلیم  او تفکر  په نسبت  ستړیا  او یا نهیلیتوب احساس نه کړ ...  له  بې علمه خلکو سره مو ناسته پاسته پریښودله .  د ژوند په نورو  چارو او امکاناتو  مو قناعت کاوۀ ،  او نوره زیاتره وخت مو مطالعې  او څيړنو ته ورکاوۀ. د سبا ورځې درس به مو تل  په مخکینۍ شپه  مطالعه کاوۀ او که  کوم مشکل پکې راتللی ، نو  په هر ډول مشقت او زیار سره  به مو حل کاوۀ. نو ځکه کله چې د درس په کلاس کې کیښناستم ، نو هرڅه چې  به استاد  وئيل  د ما به زده وو ، له دې امله  هیڅکله مو هم له استاده د درس په اړه تپوس نه کاوۀ::::   

د ماشومتوب د  ناکامیو او تراخو شپو ورځو په تیریدا سره ، د سید محمد حسین  طباطبائي  په غوړیدونکي وجود کې د بشپړتیا او ودې غوټئ رابرسیره شوې . هغه  تر ۱۳۰۴لمریز کال پورې  ډير علمونه   زده کړل .  درست  درسونه ئې تر  اړونده سویو پورې زده کړل  او په ډير شوق او ولولې سره ئې   له ادبیاتو فقې ، د فقې له اصولو ، کلام او اسلامی معارفو سره  اړونده کتابونه ئې یاد کړل .

  سید محمد حسین طباطبائي  له خپل ورور سره  یو ځاي  د عراق نجف اشرف ته هجرت وکړ څو  د حضرت امام علی  علیه السلام  د  سپيڅلي حرم  په سیوري کې  له سترو استاذانو علم زده کړي . د علامه طباطبائي باطني بدلون په نجف اشرف  کې رامینځة شو ، کله چې  له آیت ... قاضي  سره آشنا شو ،نو هغه په لومړنۍ لیدنې کې  علامه صیب ته ووئيل ؛څوک چې د زده کړې په نیّت  نجف ته راځي ،ښه خبره ده  پرزده کړې سربیره ،له خپل تهذیبه هم غافل نشي ::::  آیت ا... قاضي  په هغه وخت کې د عرفان او اخلاقو لوي استاد ؤ .هغه  پخپله  د شاګرد لیدو ته ورغی او  هغه ئې د نفس تهذیب ته وبالۀ،ته وا  دعلامه طباطبائي  د وجودي حقیقت په لیدو سره پوهه  شوی چې د هغه روح د عرفان لوړې درجې منلو  توان لري .په دې توګه  د خداي بخښلي قاضي  د وجود عشق ا و علمیّت د علامه طباطبائي  روح او باطن  باندې ډيرې اغیزې وشیندلې .له هماغه ورځې  د محمد حسین طباطبائي د ژوند په کتاب کې  یوه بله زرینه پاڼه  خلاصه شوه  او هغه  دعرفان او الهي عشق  په وادۍ کې ګام کیښود.

علامه طباطبائي  په نجف اشرف کې  د لویو استاذانو په محضر کې د فلسفې، ریاضیاتو،منطق ، فقې او د فقې د اصولو او د قرآن کریم   علمونه  زده  کړل  او  پخپله د فلسفې او منطق لوي استاذ شو او  له لسو کلونو وروسته خپل وطن تبریز ته راستون شو .

علامه محمد حسین طباطبائي  په ډير  قناعت او صبر سره ژوندکاوۀ او په دغې لارې کې ئې خپله میرمنه  ورسره مرستندویه او ملګري وه . علامه صیب،فلسفه ،د آیتونو او حدیثونو د دقیق او سم فهم تر ټولو غوره پشتوانه او ملاتړ بالۀ او په دې اساس   ئې اسلامی فلسفې ته  له  دین سره پیوند ورکاوۀ . دغه ستر متفکر  قم ښار ته د تلو په وخت ،د قرآني علومو او فلسفې درس  ورکاوه او فلسفه ئې د ځوړتیا او  سکون  له حالته راوباسله او   اسلامی حکمت او فلسفه ئې راژوندۍ کړه .

علامه طباطبائي  باؤري ؤ  چې  ددیني علومو شاګردان باید په فلسفې او منطق سنبال وي  څو د دین په فهم کې  له مشکل سره مخامخ نشي .د هغه یو شاګرد  په دې اړه وائي ، په دیني مدرسو کې ډير په دې اند وو چې شاګردان غوره ده په پیل کې د آئمه طاهرین علیهم السلام  روایتونه او قولونه  مطالعه کړي  او وروسته فلسفه ولولي .خو علامه طباطبائي  فرمائيل؛د آئمه اطهارو حدیثونه اوروایتونه ،په دقیقو او ژورو عقلي مسائيلو ډک او پر عقلي اوفلسفي  برهانونو ولاړ دي . د فلسفې او منطق له  لوستلو پرته ، چې د عقل د ودې لامل کیږي ، څرنګه د روایتونو او حدیثونو ستر سمندر ته واریدیدلی شي .::په حقیقت کې وئيل کیدلی شي ، چې  الهي معارفو لاښه فهم  او  مادي شبهاتو اوشکونو ته  ځواب وئيل،د فلسفې د اهتمام لپاره  دعلامه طباطبائی  دوې اصلي انګیزې وې .   

د فرانسې له ستر فلسوف او شیعه پيژاند هینري کربن سره د علامه طباطبائی علمي غونډو د علامه شخصیتي اړخونه  نوره هم رابرسیره کړل .دوي لویدیځي نړۍ ته د  هینري کربن  له لارې  د تشیَع اصیل تفکر  ورمعرفي کړ.هینري کربن  له علامه طباطبائي سره په مکاتباتو او د حضوري غونډو  له لارې  هغه الهي حکمت او فلسفه او تفکر  چې   تشیَع ئې  لري ،  او دوي له جهالت او تعصبه لیرې ساتي ،نړۍ ته ورمعرفي کړه او  دا ئې اصیل او سوچه اسلام  وبالۀ .

 

علامه محمد حسین طباطبائي   په ترټولو کمو امکاناتو سره  ژ،ند او معمولي شان کور  درلود، خو  دهغه  وجودي اړخونه له پولو تیر شول  او په نړۍ کې د هغه د حکمت او علم نغارې  وغږیدې .هغه په لویدیځي پوهنتونونو کې د ا ستاذۍ اوپه هیواد کې د افتخاري ډګرۍ د ورکولو  بلنې ورکړل شوې  ، خو علامه صیب  هغه درست وړاندیزونه رد کړل،  ځکه چې د شهرت ،منصب او  مقام په ترلاسه کولو پسې نه ؤ . علامه محمد حسین طباطبائي یو شاګرد آیت ا....جوادي آملي  په یوه ځاي کې وائي ،اوس مو هم په یاد ده ، ۱۳۵۰لمریزکال ؤ ، چې  غوښتل مې ، مکې شریفې ته لاړ شم ....لاړم  ورته مو سلام  وکړ او  ورته مو د دعا ووئیل ، او عرض مو وکړ، بیت الحرام ته روان یم ، کوم نصیحت راته وکړئ ، چې په کار مو شياو ددغه سفر د لارې توخه مو شي .دوی راته د لارې د توخې په توګه یو آیت قرائت کړ او وې فرمائيل ؛خداي تعالی فرمائي ؛فاذکُروني اَذکُرکُم ؛ مایاد کړئ څو زه هم تاسو یاد کړم  :::: او په دوام کې ئې ووئيل ؛ خداي یادوه څو تا هم خداي یاد کړي :::که خدای  دانسان په یاد کې وي ،له جهل ژغورل کیږي او که په  کوم کار کې پاتې راغلی وي ،نو خداوندمتعال  ئې نه عاجز کوي او که په کوم اخلاقي مشکل کې ګیر شي ،نو هغه خداي چې اسماء حسنی لري ،او د لوړو صفتونو لرونکی دی،البته  چې انسان به یادوي :::: 

دوستانو  حضرت آیت ا... العظمي سید محمد حسین طباطبائي  له مجاهدت ډکه عمر وروسته  بلاخره  د ۱۳۶۰لمریز کال د لړم د میاشتې په څلورویشتمه نیټه  وفات شو  او په قم ښار کې خاورو ته وسپارل شو . د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت  ایت ا... العظمي سید علی خامنه اي  د علامه طباطبائي  د عظمت په باب فرمائي ؛هغه له هغو کسانو ؤ چې یوازې  داسلام په څير  جامع مکتب  ئې پخپل برکتناک لمن کې روزلی شي . دهغه معنوي څيره او شخصیّت ، دیوه غوره اورسیدلي کس څیره  وه ، چې  په پراخ او ژورې پوهې سره ئې ورځيني یو ریښتونی عرفان او کلک ایمان درلود او پخپل حیرانونکي وجود سره ئې  ثابته  کړې وه چې  اسلام  د زړه سوو  میّنو د زړه سوز  د تکړه او هوښیارو کسانو له راسخ  عقل سره یو ځاي کولی شي . هغه  له دغه الهي معجون سره  خپل نه  غلی کیدونکی او نه ختمیدونکی  جهاد اوزیار هم  یو ځاي کړی ؤ . د اسلام اوتشیّع د ژوند  په یوه ترټولو حساس پړاؤ کې  ئې په ولولې اوعشق سره دالهي معرفت،حکمت او اسلامی معنویّت د حریم دفاع وکړه او د اسلام ډير په زړه پورې  اواصلي او ښکلي مفهمونه ئې  د الهي کلام   له آیتونو څخه راویستل  او د اسلام کامل او جامع  ډګر ته ئې ډالۍ کړل .  دغه  د اسلامی تقوا  اوعرفان او دپوهې برکتناکې راخوټیدونکي چینې ، د ښونې اوروزنې په لاره کې  داسې شاګردان  روزلي دي ، چې هر یو ئې  په اسلامی امت کې غوره متفکر او پوه  دی  ::::

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه