Feb 16, 2021 15:11 Asia/Kabul
  • الهي نومونه (34 . غفور نوم)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره الهي نومونه نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو

يو الهي نوم چې په قرآن مجيد کښې ډېر تکرار شوے دے «غَفُور» نوم دے. دغه نوم له «غَفّار» نوم سره زيات نزدېکت لري چې له دې مخکښې ورته په شپاړسمه برخه کښې اشاره شوې او ومو ويل چې «غَفّار» د زيات بخښونکي په معنا دے او «غَفُور» هم د زيات بخښونکي په معنا دے. غفارخداے پاک چې کله يې بنده لوري ته ورګرځي او توبه وباسي، نو ګناه يې په خپلې بخښنې سره پټوي. «غفور» خداے پاک هم خپل توبه ګار بنده بخښي او په خپل رحمت کښې يې ډوبوي او حتی د هغه بدۍ په نېکيو بدلوي:

« فَأُوْلئِکَ یُبَدِّلُ اللَّهُ سَیِّئاتِهِمْ حَسَناتٍ وَ کانَ اللَّهُ غَفُوراً رَحیماً:

خداے د هغوي ګناهونه په نېکيو بدلوي او خداے تل بخښونکې او مهربان دے.». (سوره فرقان آيه ۷۰) نو ځکه «غفور » د خداے پاک د بخشش ډېره پراخه او ژوره دائره ده.

گوينده:

«غَفُور» د «غَفَر» له ريښې د پوښښ، ستر، محفوظ او حفاظت کښې پاتې کېدو په معنا  دے. البته غفر له ستر او پوشش نه بالاتر دے ځکه چې په ستر کښې د ګناه يا عېب مخ پټول کيږي، خو ګناه يا عېب نه ختميږي بلکه هم هغه شان پاتې وي. خو غفر هغه پوشش او ستر دے چې د ګناه هيڅ اثر نه پرېږدي. د خداے غفور والے په دې معنا دے چې هغه داسې بخښونکے دے چې ګناهونه پټوي او د هغه پراخه فضل او رحمت د زياتوالي په وجه چې يې لري حتی د بندګانو ګناهونه په هغوي باندې د څارونکو فرښتو له ياده هم ختموي چې د حساب په ورځ رسوا نه شي. له دې نه علاوه په توبه کونکي انسان باندې خپل خاص نعمت او رحمت جاري کوي چې باطني نقائص او عېبونه يې ختم شي او په اسانۍ سره د ودې او کمال لوري ته حرکت وکړي.

گوينده :

د سورۀ فتح په وړومبي او دويم آيتونو کښې خداے پاک پېغمبراکرم (ص) فرمائي: :« إِنَّا فَتَحْنَا لَکَ فَتْحًا مُبِينًا / لِيَغْفِرَ لَکَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِکَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْکَ وَيَهْدِيَکَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا:

مونږ ستا لپاره څرګنده کاميابي رامنځته کړه، چې خداے پاک هغه تېر او راتلونکي ګناهونه چې تا ته يې نسبت ورکوۀ (يا يې درکوي) پټ کړي (او ستا حقانيت ثابت کړي) او خپل نعمت په تا تمام کړي او نېغې لارې ته هدايت کړي.».

په دغو آيتونو کښې فتح او کاميابي د پېغمبراکرم (ص)په برخه کيږي چې يې ټول تېره او راتلونکي ګناهونه پټوي. يعنې هغه ټول تهمتونه او ناروا نسبتونه چې يې هغه حضرت ته ورکړي وو لکه اور لګونکے، د عربو دودونو په اړه بې پروائي کونکے، جادوګر، شاعر او مجنون په شان نسبتونه پټ کړي او د دغو ټولوناروا خبره اثر ختم کړي. نو ځکه پټول يوازې د ګناه په اړه نه دي بلکه د هغو آثار هم پکښې شامليږي.

گوينده:

«غفور» نوم په قرآن مجيد کښې يونوي ځل تکرار شوے چې له دغو څخه دوه اويا ځل له رحيم نوم سره مل شوے چې زمونږ ټولو ګناهګارانو لپاره د هيلې او اميد زېرے دے. غفور او رحيم په حقيقت کښې د يو بل  لازم او ملزوم او نورو الفاظوسره د يو مکملونکيدي، ځکه چې غفران د رحمت سبب  او رحمت هم د غفران سبب کيږي؛که د خداے پاک غفران نه وي رحمت يې نشته او که الهي رحمت نه وي نو غفران هم نشته. غفور خداے د سورۀ زمر په درې پنځوس آيت کښې خپلو بندګانو ته زېرے ورکوي چې هغه کسان چې په ګناهونو کښې يې اسراف او زياتے کړے دے په خپل پراخه او زيات مغفرت سره يې بخښي. همدارنګ هغوي يې د خداے پاک له رحمته له مايوسه کېدو منعې کړي دي، که څه د ګناهونو به کولو کښې يې زياتوالے کړے وي او ځان يې په کبيره ګناهونو، بديو او فواحشو ککړ کړے وي. په دغه ستر زېري کښې د ټولو وړو او لويو، څرګندو او پټو ګناهونو بخشش راغلے دے. په همدې وجه بخښونکے پرودرګار د هغه بنده ټول ګناهونه چې د زياتو ګناهونو او بديو مرتکب شوے وې خو په رښتيا د خداے پاک مغفرت او بخشش ته ګروهنه لري او د خداے پاک لوري ته ستون شي او د هغه فرمان ته تسليم شي او ګناهونه پرېږدي  بخښي يې.»

گوينده اول:

په قرآن مجيد کښې د «غفر» له ريښې څخه درې نومونه غفار، غفور او غافر راغلي دي. په زړۀ پورې دا چې د ګناهګارو کسانو لپاره هم درې نومونه استعمال شوي دي: ظلّام، ظلوم ، ظالم. ته به وائې مهربان خداے پاک غواړي مونږ پوهه کړي چې اے زما بنده ته د ګناه د اثر په وجه درې نومونه لرې او زۀ هم په دې وجه چې د رحمت او مغفرت مبداء يم درې نومونه لرم: که ته ظالم يې نو زۀ غافر يم. که ته ظلوم يې نو زۀ غفور يم. که ته ظلام يې زۀ غفار يم، نو بس هيڅکله زما له رحمت او غفران څخه نااميد نه شې!

گوينده:

هغه څوک چې غواړي الهي غفران يې په برخه شي پکار دے چې حتی که په حقه هم  وي د نورو غلطۍ او خطاګانې معاف کړي او د هغوي په ناسم سلوک دې سترګې پټې کړي چې د خداے پاک رحمت او مهرباني ځان ته جلب کړي.

خداے پاک د سورۀ نور په دويشتم آيت کښې د الهي رحمت د جذبولو علتونه او عوامل د نورو د خطاګانو او ګناهونو په اړه د کريمانه عفوه او ګذشت بللے او فرمائي:

:« وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَکُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ؛ ... او پکار دے عفوه او ګذشت وکړي، مګر نه غواړئ چې خداے تاسو ته بخښنه وکړي او خداے بخښونکے او مهربان دے.» الهي غفران ته د رسېدو ترڅنګه د دې نوم تجلي هم په مومن انسان کيږي. په انسان باندې د غفران د تجلۍ يو ترټولو غوره نمونه له خپلو وروڼوسره د حضرت يوسف (ع) سلوک دے. د حضرت يعقوب (ع) زامنو د حسد په وجه له خپل پلاراو ورور سره ډېر بد ظلمونه وکړل. هغوي حضرت يوسف (ع) په کوهي کښې وغورزوۀ له زيات نه زيات سپکاوي لپاره يې هغه په ډېره کمه بيه د مرئي په توګه خرڅ کړ. حضرت يعقوب (ع) څلوېښت کلونه د حضرت يوسف (ع) په فراق کښې وسوزېده تردې چې د ډېرې ژړا او خفګان په وجه په سترګو معذوره شو. خو چې کله د خداے په فضل سره د مصر د واکمنۍ په تخت کښېناستۀ او خطاکارو وروڼو کښې معافي وغوښته نو بې له څه ځنډه يې هغوي وبخښل او وې فرمايل:

« قالَ لا تَثْرِيبَ عَلَيْکُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَکُمْ وَ هُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ :

وې ويل ، نن تاسو ته سزا نشته خداے تاسوبخښي او له ټولو زيات مهربان ذات  دے. »

د الهي غفران د تجلۍ يوه بله نمونه د امام زېن العابدين (ع) له سلوک څخه نقلووو:

اموي خليفه عبدالملک بن مروان له يوشت کلونو استدادي حکومت نه پس په ۸۶ هجري قمري کال کښې له دنيا لاړ او زوے يې وليد د هغه جانشين شو. وليد د دې لپاره چې د خلقو ناراضګي کمه کړي، د مدينې د خلقو د رضايت حاصلولو په تکل کښې شو. له دې امله يې د عبدالملک سخر هشام بن اسماعيل چې د مدينې حاکم ؤ او خلقو يې د نسکورېدو دعا کوله له کاره څنګته کړ  او د هغه په ځاے خپل ځوان تربور عمر بن عبدالعزيز د مدينې واکمن کړ. عمر بن عبدالعزيز د خلقو له زړونو څخه د خيري د لرې کولو لپاره حکم وکړ چې مخکښنے واکمن هشام بن اسماعيل دې يو خاص مکان کښې وساتل شي او هرچاچې ترې نه بد ليدلي يا اورېدلي وي رادې شي او تلافي دې وکړي. خلق هم ډلې ډلې راتلل او ورباندې يې لعنونه کول او ورته يې بدې ردې ويلې.

هشام له هر چا زيات امام زېن العابدين (ع) او علويانو ته اندېښمن ؤ او له ځان سره يې فکر کوۀ چې په هغه او د هغه په پلار نيکونو د هغو ټولو ظلمونو، بدوردو، لعنتونو او کنځلو په بدله کښې به د هغه حضرت انتقام له وژلو نه کم څه نه وي، خو امام زېن العابدين (ع) علويانو ته وفرمايل: «زمونږ خوي دا نه دے چې پريوتي کس ته لغتې ورکړو او له دښمنه له دې وروسته چې کمزورے شوے وي انتقام واخلوو.» کله چې امام (ع) د هشام لوري ته راتلۀ نو د هشام د مخ رنګ تښتېدلے ؤ، خو د هيلې په اپوټه امام په لوړ اواز هغه ته سلام وکړ چې ټول يې واوري بيا يې په ارام سره وفرمايل: که څه څيز ته دې ضرورت وي نو ووايه چې مونږ يې درته پوره کړو.»

گوينده اول:

ګرانو دوستانو د پروګرام وخت په ختمېدو دے خو له خداے په امانۍ مخکښې له تاسو سره يوځاے غفور خداے پاک ته د دعا لپاره لاسونه اوچتوو او د صحيفه سجاديه د نهه دېرشمې دعا يوه برخه سره لولوو:

«اللَّهُمَّ وَ أَیمَا عَبْدٍ نَالَ مِنِّی مَا حَظَرْتَ عَلَیهِ، وَ انْتَهَک مِنِّی مَا حَجَزْتَ عَلَیهِ، فَمَضَى بِظُلَامَتِی مَیتاً، أَوْ حَصَلَتْ لِی قِبَلَهُ حَیاً، فَاغْفِرْ لَهُ مَا أَلَمَّ بِهِ مِنِّی، وَ اعْفُ لَهُ عَمَّا أَدْبَرَ بِهِ عَنِّی، وَ لَا تَقِفْهُ عَلَى مَا ارْتَکبَ فِیّ، وَ لَا تَکشِفْهُ عَمَّا اکتَسَبَ بِی. وَ اجْعَلْ مَا سَمَحْتُ بِهِ مِنَ الْعَفْوِ عَنْهُمْ، وَ تَبَرَّعْتُ بِهِ مِنَ الصَّدَقَةِ عَلَیهِمْ أَزْکى صَدَقَاتِ الْمُتَصَدِّقِینَ، وَ أَعْلَى صِلَاتِ الْمُتَقَرِّبِینَ وَ عَوِّضْنِی مِنْ عَفْوِی عَنْهُمْ عَفْوَک، وَ مِنْ دُعَائِی لَهُمْ رَحْمَتَک حَتَّى یسْعَدَ کلُّ وَاحِدٍ مِنَّا بِفَضْلِک، وَ ینْجُوَ کلٌّ مِنَّا بِمَنِّک:

الهي هر هغه بنده چې زما په اړه يې داسې کار کړے وي چې تا ورباندې حرام کړے دے يا يې زما سپکاوے کړے وي چې تا يې د منعې حکم کړے دے، نو هغه په هغه ظلم سره چې په ما يې کړے دے د مړينې يا ژوندانۀ په حال کښې يې په غاړه پاتے دے نو تۀ هغۀ ته د هغه ظلم چې په ما يې کړے دے مغفرت نصيب کړې او هغه حق چې له ما يې تروړلے دے ورته عفوه وکړې او د هغه څه په باره کښې چې له ما سره يې کړي دي ورته سزا ورنه کړې، او په دې وجه چې زۀ يې زورولے يم رسوا يې نه کړې، او د هغوي په باره کښې زما دغه بې دريغه عفوه او بخښنه ترټولو هغه پاکه صدقه او ترټولو هغه اوچته عطيه وګرځوې چې صدقه ورکونکي او نزدېکت لټونکي يې نورو ته وربخښي، او د دغه بخشش په عوض کښې ته هم ما معاف کړې، او د هغوي په حق کښې زما د دعا په وړاندې په ما رحمت نازل کړې چې له  مونږ  څخه هر يو ستا د فضل په مدد سره سعادت بيا مومي او له مونږ څخه هر يو ستا په احسان سره فلاح ته وګرځي.»

------------------

 

ټیګونه